د لاس رسي وړ اتصالات

د تاوتریخوالي کمول د سولې د اوږدې لارې په لوري مهم ګام دی-پمپیو


مایک پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر
مایک پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له لسیزو جګړو وروسته د طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یو تفاهم ته رسېدلي دي.

ښاغلی پمپیو وایي چې تاوتریخوالی به په ټول افغانستان کې کمیږي. نوموړي پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د تاوتریخوالي د کمولو له فرصت څخه ګټه واخلي.

هغه د جمعې په ورځ (فبروري۲۱) په خپل ټویټر کې ولیکل: "دا د سولې د اوږدې لارې لپاره یوه مهم ګام دی. زه په ټولو افغانانو غږ کوم چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي."

افغان چارواکي وایي چې د تاوتریخوالي د کمولو بهیر نن شپه د کابل پر وخت ۱۲:۰۰(چې سبا یې شنبه ده- فبروري۲۲) پلیږي. افغان حکومت وايي خپلو ټولو ځواکونو ته یې ویلي دي چې د تاوتریخولي د کمولو مرحله مراعت کړي.

امریکايي چارواکي وايي د یو میکانیزم له مخې به له طالبانو سره افهام او تفهیم کوي چې د تاوتریخوالي مرحله وڅاري او په دقیق ډول پلې شي.

د افغانستان لپاره د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته بلاخره د تاوتریخوالي په کمولو د دواړو خواوو ترمنځ د موافقې خبر ورکړ.

له دغې مرحلې وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيلیږي.

دا ټول پرمختګونه داسې مهال رامنځ ته کیږي چې اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د ټاکنو د کمېسیون له لوري د ولسمشر غني بریالي کېدل نه مني او د موازي حکومت جوړولو اعلان یې کړی دی.

XS
SM
MD
LG