د لاس رسي وړ اتصالات

ولې یو شمېر سپین پوستي امریکایان د کرونا ضد واکسین نکوي؟


یو شمیر خلکو د نیویارک په ښار کې د کرونا ضد د واکسین د کمپاین په خلاف مظاهرې هم کړیدي.
یو شمیر خلکو د نیویارک په ښار کې د کرونا ضد د واکسین د کمپاین په خلاف مظاهرې هم کړیدي.

د امریکا په متحده ایالاتو د نظر د معلومولو په یوې تازه سروې کې څرګنده شوې چې اکثریت هغه کسان د کویډ ۱۹ ضد واکسین نه غواړي، سپین پوستي او د جمهوري غوښتونکي د ګوند پلویان دي.

دغه سروې چې د (کایزر فیملي فاونډیشن) کړې پکې څرګنده شوې چې د دریو څخه یو امریکایي چې د کرونا ضد واکسین یې ندی کړی، دلیل یې سیاسي دی.

د جمهور رئیس جو بایډن ادارې پلان درلود چې د جولای د میاشتې تر څلورمې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ ورځ ده، ۷۰ په سلو کې امریکایانو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شي خو معلومیږي چې اداره پخپل دې پلان کې بریالۍ شوې نده.

پدې سروې کې همدارنګه معلومه شوې چې د سپین پوستو په پرتله هسپانوي او افریقایي نژاده امریکایان بیا پدې خاطر د کرونا واکسین نکوي چې انتظار کوي د واکسین شويو خلکو نتیجه وګوري.

د سروې د معلوماتو له مخې ۱۴ په سلو کې امریکایانو ویلي چې "هیڅ نه غواړي واکسین شي". په دوي کې ۶۹ په سلو کې سپین پوستي، اووه یې تور پوستي او ۱۲ یې هسپانوي نژاده امریکایان دي.

۵۸ په سلو کې دا کسان جمهوري غوښتونکي او یوازې ۱۸ په سلو کې یې دیموکراتان دي.

د کایزر فیملي فاونډیشن د عامو خلکو د نظریو او سروې د څیړونو د څانګې مشرې لیز هامل ویلي چې د کویډ۱۹ د بیمارۍ د پیل راهیسې خلک په سیاسي لحاظ د دې بیمارۍ په هکله ویشل شوي نظرونه لري.

میرمن هامل وایي، "یو شمیر ګمان کوي چې مطبوعاتو په لوی لاس د بیمارۍ د جدیت په هکله مبالغه کړې. دا خبرې مونږ هغه وخت اوریدلې چې کله ډونالډ ټرمپ د امریکا جمهور رئیس و. جمهوري غوښتونکي نسبت دیموکراتانو سره دې ډول خبرو سره موافقه کوي. او هغوي چې ګمان کوي د کویډ۱۹ د وبا په هکله مبالغه شوې، ښایي واکسین کولو ته زړه ښه نه کاندي. "

XS
SM
MD
LG