د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او جمهوري غوښتونکو استازو د بودجې په اړه جوړجاړی وکړ


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي غړي شنبه مې ۲۷ (غبرګولي۶) په اصولو کې جوړجاړي ته ورسیدل چې د هیواد د پور اخیستو اندازه لوړه کړي او متحده ایالات پخپلو مسؤلیتونو کې د پاتې کیدو څخه وژغوري.

د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي چې تر ټولو جګپوړی جمهوري غوښتونکی دی په ټویټر کې لیکلي، " لږه شیبه وړاندې مې د جمهور رئیس سره په تیلیفون کې خبرې وکړې. د څو میاشتو راپدیخوا چې هغه (جمهور رئیس بایډن) وخت ضایع کاوه او خبرې اترې یې نه منلې، مونږ په اصولو کې یوې موافقې ته ورسیدو چې د امریکا ولس لپاره ارزښت لري."

ټاکل شوې چې کانګرس به پدې موافقې د چهارشنبې په ورځ مې ۳۱مه رای ګیري وکړي.
جمهور رئیس جو بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا موافقه د امریکا د ولس لپاره ښه خبر دی ځکه چې په وینا یې پدې سره متحده ایالات خپلو مسؤلیتونو ادا کولو کې د پاتې راتګ څخه بچ کیږي چې له کبله به اقتصادي رکود راغلی و او میلیونونه کسان به بې روزګاره شوي و.

اوس د دواړو ګوندونو د مشرانو لپاره دا خورا مهمه ده چې د راتلونکې جون میاشتې د پنځمې نیټې څخه وړاندې تر دې چې متحده ایالات خپلو مالي مسؤلیتونو کې پاتې راشي، ښي اړخي سخت دریځه جمهوري غوښتونکي او اصلاح پلوي دموکراتان چې یو بل ته نه تیریږي، قانع کړي تر څو دا جوړجاړی ومنل شي.

د استازو مجلس مشر کیون مکارتي هیله لري چې ټول ۲۲۲ جمهوري غوښتونکي غړي به دا موافقه ورسره ومني خو پدې مجلس کې ۳۵ ښي اړخي جمهوري غوښتونکي دي چې د ښاغلي مکارتي څخه یې غوښتي وو چې د پور اندازې په هکله هغه لایحې کې دې جوړجاړی نکوي چې د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې منظوره شوې وه.

خو دا لایحه د سنا په مجلس کې چې دموکراتان پکې اکثریت دي، لغوه شوه.

سره لدې چې په متحده ایالاتو کې تر سه شنبې رخصتیانې دي خو ښایي چې د کانګرس غړي به د رای ګیرۍ لپاره راوغوښتل شي. جمهوري غوښتونکي پدې ټینګار کوي چې د تیر کال په پرتله په ۲۰۲۴ مالي کال کې باید لږې پیسې ولګول شي او دا یې خپله سره کرښه بللې.

خو په ځواب کې بیا سپینې ماڼۍ ویلي که جمهوري غوښتونکي په شرکتونو او مالدارو امریکایانو د مالیې ډیرولو ملاتړ وکړي، دوي چمتو دي چې په ۲۰۲۴ کال کې مصرف ډیر نکړي. خو د استازو مجلس مشر د سپینې ماڼۍ دا غوښتنه نده منلې .

د بایډن حکومت همدارنګه وړاندیز کړی چې په یو شمیر داخلي پروګرامونو به لګښتونه کم کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د دفاع په وزارت به هم بودجه کموي خو جمهوري غوښتونکي د پوځ او سرحدي امنیت لپاره ډیره بودجه غواړي.

جمهور رئیس بایډن وایي چې جمهوري غوښتونکو د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په حکومت کې درې ځله د پور اخیستو اندازه لوړه کړله پرته لدې چې هیواد وګواښي چې د خپلو مالي مسؤلیتونو ادا کولو کې پاتې راشي.

سپینه ماڼۍ او د استازو مجلس پداسې حال کې د بودجې د ستونزې حل کیدو ته خوشبیني څرګندوي چې د متحد ایالاتو د خزانې وزیرې جنیت یلن یو ځل بیا کانګرس ته احوال ورکړی که کانګرس د پور اخیستو اندازه لوړه نکړي، دا هیواد ښایي د را روانې جون میاشتې تر پنځمې نېټې پورې د خپلو مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي.

میرمن یلن پخوا دا نیټه د جون ۱۵مه ښودلې وه.

که کانګرس او سپینه ماڼۍ د پور اخیستو اندازې په لوړولو موافقې ته ونه رسیږي، متحده ایالات به د لومړي ځل لپاره د خپلو مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي چې یوازې د امریکا نه بلکې د نړۍ اقتصاد لپاره به ناوړه او زیان رسوونکي عواقب ولري.

XS
SM
MD
LG