د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې حکومت او هئیت تحریر الشام په هکله د متحده ایالاتو 'بې ساري' پریکړه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي د ترهګرۍ د دولتي ملاتړ کوونکو هیوادونو د لیست څخه په رسمي توګه د سوریې د نوم ایستلو اجازه یې ورکړې.

ښاغلي روبیو دوشنبه اګست ۲۴ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا اجازه یې کانګرس ته د ۴۵ ورځو احوال ورکولو وروسته ورکړیده.

د بهرنیو چارو وزیر په اعلامیې کې همدارنګه ویلي چې د " ځانګړي نړیوال پیژندل شوي ترهګر" له لست څخه یې د هئیت تحریر الشام نوم هم ایستلی او دا اقدامات یې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لخوا تاریخي ګامونه بللي چې د سوریې ولس ته یې د ښیرازۍ لارې موندلو لپاره ورکړیدي.

په اعلامیې کې راغلي چې د جمهور رئیس ټرمپ حکومت پدې تیر یو کال کې د سوریې ولس د خیر ښیګڼې لپاره د بندیزونو آسانه کیدو لپاره بې ساري ګامونه اخیستي دي.

په اعلامیې کې د جمهور رئیس ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې اجرائیوي فرمان یادونه شوې چې د سوریې د بندیزونو لغوه کیدو په خاطر یې لاسلیک کړی و. په اعلامیې کې راغلي چې همدې اجرائیوي فرمان په سوریې باندې د بندیزونو آسانه کیدو پروسه چټکه کړه ؛ د سوریې د بنیدزونو پروګرام او د سوریې په هکله ملي بیړنی پروګرام یې لغوه کړل او په سوریې باندې د بندیزونو او ترهګرۍ اړوند د ګڼ شمیر پروګرامونو د بیا ارزونې امر یې ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي چې دا اقدامات د سوریې د جمهور رئیس احمد الشرع تر مشرۍ لاندې حکومت د اقداماتو د ستاینې په خاطر شوي او دا چې ژمنه یې کړې چې په بشپړه توګه به د نړیوالې ترهګرۍ څخه خپل هیواد لیرې ساتي.

په اعلامیې کې راغلي چې د سوریې حکومت په تیر یو کال کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاو وړ اقدامات کړي، د بیلګې په توګه د تیر کال د نومبر په میاشت کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ماتې ورکولو لپاره په رسمي توګه د نړیوال ائتلاف سره یو ځی شو.

همدارنګه یې د داعش شبکو، القاعده، حزب الله او د ایران سره د تړلو ډلو پر ضد عملیات هم وکړل. په اعلامیې کې راغلي چې د ترهګرۍ سره د دولتي ملاتړ کوونکي په توګه د سوریې د نوم ایستل او همدرارنګه د ځانګړي پیژندل شوي ترهګر په توګه د تحریر الشام ډلې نوم ایستل به په سوریې کې د خصوصي سکتور د پانګې اچونې لپاره وروستی مهم خنډ له منځه یوسي او د دې هیواد اقتصادي بیا رغونې او نړیوال اقتصاد سره یو ځای کیدو کې مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG