د زابل ولایت په یو لیرې پراته کلي کې د دوو ورځو راهیسې خلک کوښښ کوي یو پنځه کلن ماشوم چې ۲۵ متره لاندې څا ته لویدلی، وژغوري.
د حیدر په نامه ددې ماشوم د ژغورنې لپاره سل ګونه کلیوال او په سیمه کې د طالبانو حکومتي چارواکي هلې ځلې کوي.
په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې حیدر په کوهي کې بند پاتې دی خو کولی شي چې لاسونه او د بدن پورتنۍ برخه وخوځوي.
په یوې ویډیو کې د حیدر پلار خپل زوی ته وایي، "زویه ښه یې؟ زما سره خبرې وکړه، مه ژاړه، زه به درسره خبرې کوم".
ژغورونکو چې کوهي ته یې څراغونه او کمرې ښکته کړي وایي چې په لومړي سر کې یې دا ماشوم د کوهې څخه تقریباً لس متره را وویست خو وروسته ماشوم د کوهې په دیوالونو کې بند پاتې شو.
انجینران اوس کوښښ کوي د بلډوزرونو د لارې همدې کوهي سره نږدې بل ځای وکیندي او د کوهي تر هغه ځایه یې ورسیږي چې حیدر پکې بند پاتې.
د حیدر نیکه ۵۰ کلن حاجي عبدالهادي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې لمسي یې د کور د مشرانو سره د یو نوي څا په کیندلو کې مرسته کوله ناڅاپه یو څا ته چې سر یې نه و پټ ولوید.
حاجي عبدالهادي وایي چې لمسي ته یې ډوډۍ او اوبه په پړي کې لاندې ورښکته کړي. هغه وایي " کیک او اوبه مو ورکړلې او ټول یې وخوړل".
د دې زابلي ماشوم د پیښې څخه وړاندې عینې پیښه په مراکش کې شوې وه. هلته هم یو ماشوم د همدې روانې فبروري د میاشتو په لومړنیو شپو ورځو کې ۳۲ متره ژورې کوهي ته لویدلی و او انجینرانو یې د را ایستلو لپاره پنځه ورځې هلې ځلې وکړلې خو ماشوم یې ژوندی ونشوی را ایستلی.