د لاس رسي وړ اتصالات

تور سمندرګي کې د دوو کښتیو اووه کارکوونکي لادرکه دي

د رومانیا چارواکي د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۵مه، په تور سمندرګي کې د رومانیا تر حاکمیت لاندې اوبو کې په کیمیاوي موادو بار د کښتیو د اوو لادرکه شویو کارکوونکو د موندلو هڅې کوي.

دغو دوو کښتیو د شپې پر مهال اور واخیست، خو تراوسه چارواکو د دې پېښې او د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د فعالیتونو ترمنځ کوم مستقیم تړاو نه دی تایید کړی.

د رومانیا د سمندري ادارې په وینا، د سان مارینو بیرغ لرونکې «واین ټریډر»کښتۍ د بېړني وضعیت خبر ورکړی و.

تر دې مخکې، د کوموروس بیرغ لرونکې د کیمیاوي او د تېلو لېږدوونکې بلې کښتۍ «یارا جې» هم اور اخیستی و. رومانیايي چارواکو په لومړیو څرګندونو کې ویلي وو چې لا روښانه نه ده چې په دغې کښتۍ برید شوی که نه.

دواړه کښتۍ د دانیوب سیند ته څیرمه، د تور سمندرګي په اوبو کې ولاړې وې. د کښتو د عملې لادکه کیدو دا خبر داسې مهال ورکول کیږي چې روسیې پر تور سمندرګي کې د اوکراین پر بندرونو بریدونو ته دوام ورکړی، دغه سیمه د اوکراین لپاره د سمندري سوداګرۍ له مهمو لارو څخه بلل کیږي.

دا پېښې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د تېرو لسو ورځو په ترڅ کې د رومانیا او د ناټو د غړي ګاونډي هېواد بلغاریا ساحلونو ته نږدې لږ تر لږه پنځه نورې باروړونکې کښتۍ د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه شوې وې. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ سمندري کارکوونکي وژل شوي یا لادرکه شوي دي.

د چهارشنبې په شپه هم بې‌پیلوټه الوتکې د رومانیا فضا ته ننوتلې وې. رومانیايي چارواکو د کښتیو د اور اخیستو او د دغو الوتکو ترمنځ د احتمالي تړاو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG