د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطینی ځوان چې د معلولیت سربیره ښه کراته کوي 


یوسف ابو عمیرا پښې نه لري او لاسونو یې په پوره توګه وده نه ده کړې خو هغه هیڅکله دغو نیمګړتیاو ته ندی تسلیم شوی. هغه په پوهنتون کې حقوق لوستي او دا مهال د کراتې ورزش پر مخ وړي.

یوسف ۲۴ کلن دی او په کراتې کې نارنجي کمربند لري. هغه د خپل استاد سره هره ورځ د غزې د ښار په المشتال ورزشي کلپ کې ورزش کوي او د لرګي په مرسته د کراټې تخنیکونه زده کوي.

ابوعمیرا وایي چې”غوښتل مې خپل ځان او نړۍ ته دا ثابته کړم چې معلولیت په ذهن کې وي، بدن کې نه او هیڅ داسې څه په دنیا کې نشته چې کیدل یې ناشوني وي.“

هغه زیاتوي چې ما غوښتل کراټه زده کړم ترڅو له ځان څخه دفاع وکړی شم خو اوس هیله لرم چې په نړیوالو لوبو کې هم برخه واخلم.

په لرګي‌باندې د هغه تسلط د لاسونو او پښو نه شتون جبرانوي. هغه زده کړي چې څنګه ټینګ سوکان ووهي او د خپل بدن او څنګلو په مرسته څنګه د بل چا له برید څخه ځان وژغوري.

فلسطینی ځوان چې د معلولیت سربیره ښه کراته کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

د یوسف د کراتې استاد، حسن الراعي‌د هغه له ټینګ عزم څخه ډیر خوشحاله دی او وایي چې”زه د یوسف د ځینو مهارتونو په لیدو حیران شوم او دا راته جالبه ده چې هغه ځینې کارونه د جوړو کسانو په پرتله ښه کولی شي.“

یوسف چې په غزې کې د کډوالو په یو کمپ کې اوسیږي، تیر کال د غزې د اسلامي پوهنتون د حقوق او شرعیاتو له پوهنځي څخه فارغ شو.

XS
SM
MD
LG