د هرمز تنګي د بیرته پرانېستلو په اړه د روانو خبرو اترو په لړ کې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د پوځي اقدام په ځای غوره بولي چې د ایران سره یوه هوکړه وشي.
ټرمپ د چهارشنبې په شپه (اګست ۵) د نواډا ایالت په لاس ویګس کې یوې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه به هیڅکله ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي.
هغه وویل چې ادارې یې تېره اونۍ د «دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو لوی برید» ترسره کولو ته چمتووالی نیولی و، خو وروسته یې د ایران په ګډون د سیمې د ځینو هېوادونو په غوښتنه دا اقدام لغوه کړ.
ټرمپ وویل: «زه دا غوره ګڼم چې یوه هوکړه وشي، ځکه چې نه غواړم خلک ووژل شي.»
ټرمپ په لاس ویګاس کې د فاکس شبکې له سیمه ایزې څانګې سره په یوه جلا مرکه کې وویل چې د امریکا پوځي چمتووالی له «یو ساده ګواښ څخه ډېر څه» و.
هغه زیاته کړه: «په ژوند کې خلک پوهېږي چې تاسو کله رښتیا اقدام ته چمتو یاست او کله یوازې تشې خبرې کوئ. موږ اقدام ته چمتو وو، او که اړتیا وي اوس هم چمتو یو.»
ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې ویل کېږي د هرمز تنګي د کړکېچ د حل لپاره خبرې اترې په وروستي پړاو کې دي او نهايي کېدو ته نږدې شوې دي.
د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د پرله پسې اوږدو خبرو اترو لامل په ایران کې اوسنی «ټوټه ټوټه سیاسي او اداري نظام» وباله.
ونس د چهارشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: «لومړی دا چې ایرانیان ډیر سخت خلک دي. دویم دا چې هغوی یو ټوټه ټوټه نظام لري. د هغوی په نظام کې ځینې کسان غواړي جګړه پای ته ورسېږي، خو د دوی په نظام کې ځینې نور افراطي او سخت دریځي عناصر شته چې غواړي جګړه دوام ومومي.»
هغه زیاته کړه: «زموږ دنده دا ده چې له دې وضعیت څخه په سمه توګه تېر شو او د امریکا د خلکو لپاره تر ټولو غوره پایله ترلاسه کړو.»
ونس وویل چې له ایران سره دغه پېچلې او اوږدمهاله خبرې به په پای کې د امریکا لپاره مطلوبه پایله ولري او د نفتو بیې به راکمې او باثباته کړي.
هغه وویل: «ایران به هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي، او متحده ایالات به په لا پیاوړي دریځ کې وي. خو موږ اوس د دې بهیر په منځنۍ مرحله کې یو، او ځینې خلک د ممکنه پایلو په اړه له وخته مخکې قضاوت کوي.»
ایران د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز تنګي په اړه یې له عمان سره د یوې هوکړې وروستي پړاوونه بشپړ کړي دي.
د نړۍ نږدې ۲۰ سلنه نفت او مایع ګاز او همدارنګه نور سوداګریز توګي د هرمز له تنګي څخه تیریږي.
فورم \ دبحث خونه