د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: روان کال به افغانستان کې د داعش د ماتې کال وي


د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت او د افغان امنیتي ادارو گډ خبري کنفرانس
د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت او د افغان امنیتي ادارو گډ خبري کنفرانس

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت چارواکي وایي، په تیر هجري شمسي کال کې د افغان او د دغه ماموریت د ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې هم خپل ډیر وسله وال سړي له لاسه ورکړي او هم یې خپله د کنټرول ساحه له لاسه ورکړې ده.

په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند ډګروال ویلیم سلاوین نن د پنجشنبې په ورځ کابل کې د افغانستان د دفاع د وزارت د ویاند سره یو ګډ خبرې کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې تیرهجري شمسي کال کې داعش په ننګرهار کې د خپلې ولکې لاندې له دریو څخه دوه برخې سیمې له لاسه ورکړي او د وسله والو سړو شمیر یې هم ۵۰ فیصده راکم شوی دی.

ډګروال ویلیم سلاوین وویل " له خپلو افغان همکارانو سره په ۱۳۹۶ کال کې هدف په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ماتول دي او دا ډاډ ترلاسه کول دي چې دا ډله چې د نړۍ په هرځای کې له ماتې سره مخ کیږي افغانستان د دغې ډلې جنګیالیو ته مصون پناه ځای نه وي ".

ډګروال ویلیم سلاوین د اسلامي دولت یا داعش وسله والو ته خبرداری ورکړ که هغوی افغانستان ته راشي نو په دغه هیواد کې به یا ووژل شي او یا هم بندیان شي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت دغه چارواکي وویل چې په تیرو دریو میاشتو کې د امریکا پوځ په افغانستان کې ۴۶۰ هوايي ماموریتونه ترسره کړي، چې یوازې تیره میاشت د داعش پر خلاف ۷۹ هوایي بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې له دوو سوو زیات د اسلامي دولت وسله وال وژل شوي دي.

همدې خبري کنفرانس ته د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل چې د روانې میاشتې په اوږدو کې یې د خپلو مخالفانو پر وړاندې ۹۲ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

جنرال وزیري هم وویل چې د ننګرهار ولایت د اچین او کوټ په ولسوالیو کې یې د داعش وسله والې ډلې پروړاندې یو لړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.

هغه وویل چې په دغه موده کې د داعش دوه قوماندانان ملا ذاکر عادل او سید عمر باجوړی هم وژل شوي دي.

د داعش په اړه د روسیې اندیښنې او طالبانو سره یې تماسونه

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند په خپل دغه خبري کنفرانس کې په روسیې باندې له دې امله نیوکه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونوڅخه د ملاتړ پرځای د دغه حکومت وسله والومخالفانو سره یې اړیکې نیولي دي.

جنرال وزیري د ځینو رسنیو هغه رپوټونه هم تائید کړل چې په کې ویل شوي چې په دې وروستیو کې یو روسیې پوځي پلاوي د پاکستان د پوځ د صاحب منصبانو او د طالبانو له قوماندانانو سره د افغانستان د سرحدي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

جنرال وزیري وویل " د روسیې پلاوی چې پاکستان ته تللی، ټوله دنیا پرې خبره ده، زه هم پرې خبر یم ویل کیږي چې د روسیې د ځواکونو د لوی درستیز مرستیال پاکستان ته تللی او حتی چې میرانشاه ته یې سفر هم سفر کړی دی ".

جنرال دولت وزیري وویل چې طالبانو د چیچین حکومت په رسمیت پیژندلی وو نو دغې ډلې سره د روسانو اړیکې به هغوی ته د ګټې پرځای زیان ورسوي.

جنرال وزیري وویل "چې که روسیه چیرته غواړي چې تروریزم په سیمه کې له منځه لاړ شي، ښه لاره یې داده چې افغان حکومت سره مرسته وکړي، افغان ځواکونو سره مرسته وکړي زمونږ قانوني دولت سره مرسته وکړي دا د روسیې په ګټه ده که چیرې روسیه طالبانو سره مرسته وکړي او طالبانو سره اړیکې ولري دا روسیې سره هیڅ مرسته نه شي کولی".

هغه ایران او د سیمې نورو هیوادونو ته هم ورته مشوره ورکړه چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پرځای دې له افغان حکومت ملاتړ وکړي.

د طالبانو روسیې د اړیکو په اړه د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند هم په خپلو څرګندونو کې وویل چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دې ته اړتیا ده چې له افغان حکومت څخه ملاتړ وشي.

ډګروال ویلیم سلاوین وویل " د طالبانو څخه ملاتړ هغوی ته د ملاقاتونود زمینې برابرول او ورته مشروعیت ورکول ګټور نه دي".

هغه وویل چې دا مسله په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت امریکایي جنرال جان نیکولسن هم څو ځلې څرګنده کړې ده.

پاکستان او روسیې د افغانستان له سرحدي سیمو څخه د دغو هیوادونو د پوځي صاحب منصبانو د کتنې په اړه څه نه دي ویلي، خو دمخه روسیې په افغانتسان کې د طالبانو سره خپل تماسونه تائید کړي وو.

روسیې چارواکو ویلي چې دا تماسونه د افغانستان د سولې بهیر ته د طالبانو د هڅولو لپاره ترسره شوي دي.

ټاکل شوې بله اونۍ روسیه په مسکو کې د افغانستان په اړه د ۱۲ هیوادونو د یوې غونډې کوربه توب هم وکړي.

XS
SM
MD
LG