د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د ایران د اټومي پروګرام او ددې پروګرام د اړوند ساینسپوهانو،کارکوونکو، ټکنالوژیو په اړه یې د معلوماتو د ترلاسه کیدو په بدل کې تر ۲۰ میلیون ډالرو انعام په پام کې نیولی دی.
د (عدالت لپاره انعام) پروګرام چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیک امنیت د څانګې پورې اړوند دی د خپل ایکس په انګلیسي او فارسي ژبو د یوې اعلامیې په خپرولو سره اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په هدف د متحدو ایالتونو د دولت په ژمنې ټینګار کړی دی.
دې پروګرام په خپل پیغام کې لیکلي دي" د متحدو ایالتونو دولت همدارنګه ژمن دی چې په هر ډول هڅې سره د ایران د اټومي پروګرام د پراختیا له پروګرام سره مبارزه وکړي. که د ایران د اټومي پروګرام یا اړوندو کسانو او ټکنالوژیو په اړه معلومات لرئ، زموږ سره تماس ونیسئ."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپاره شوي پوستر له مخې، دا انعام د اټومي سایسنپوهانو او کارکوونکو، ټکنالوژیو او د ایران د اټومي پورګرام د ځواکمنتیا په اړه د معلوماتو په بدل کې په پام کې نیول شوي دي.
د (عدالت لپاره پروګرام) اعلان کړی دی کوم کسان چې د ایران د اټومي پروګرام او د اړوندو کسانو د شتمنیو په اړه معلومات وړاندې کړي، ښایي د مالي انعام او همدارنګه بلې سیمې ته د لیږد مستحق ووسي.
په دې اعلامیه کې له هغو کسانو چې په دې اړه معلومات لري غوښتل شوي دي چې د سیګنال پیغام رسوونکي او یا هم Tor-Based Tip line د لارې د عدالت لپاره انعام پروګرام سره تماس ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ددې پروګرام سره د تماس ۲۰۲-۷۰۲-۷۸۴۳ نمبر اعلان کړی دی.
د (عدالت لپاره د انعام) پروګرام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پروګرام دی چې ددغه هیواد د ملي امنیت په وړاندې د ګواښ رامنځ ته کوونکو فعالیتو په اړه د معلوماتو د راټولولو لپاره کارول کیږي.
د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه دغه انعام په داسې حال کې اعلانیږي چې ولسمشر ټرمپ په وار وار ټینګار کړی دی چې ایران به هیڅکله اټومي وسلې ونلري او دا د امریکا د ملي امنیت لومړیتوب ګڼل کیږي.
فورم \ دبحث خونه