د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د بشري حقوقو فعالین برطرفه کړل


کرزي د بشري حقوقو فعالین برطرفه کړل
کرزي د بشري حقوقو فعالین برطرفه کړل

د بشري حقوقو یومبارز وايي چې د افغانستان ولسمشر دی له دوه نورو همکارانو سره د حکومت د بشري حقوقو له کمیسون نه برطرفه کړېدی. رپوټ وايي چې د افغانستان د بشري حقوقو مستقل کمېسېو ن د تېرېو په برخه کې په ېوه ډېر مهم رپوټ باندي په هېواد کې کار کاوه.

دامرېکا او اوروپايي اتحاد چارواکي په دې کار اندېښمن دی چې دغه راز تېری او په هېواد کې پراخه اداري فساد د دوي هغو هڅو ته تاوان رسوي چې د افغانستان د ثبات او امن لپاره ېې کوي او غواړي چې د طالبانو سرسخت بغاوت ته ماتې ورکړي.

رپوټ وايي د طالبانو بغاوت د امرېکا اوناټو هغو هڅو ته تاوان رسوي چې هڅه کوي په افغانستان کې ېو داسي قوی مرکزي حکومت منځته راولی چې کله ناټو اوامرېکايي قواووې له دغه هېواد نه ووزي ، دغه حکومت د هېواد چاری په ښه توگه سنبال کړلی شي.

ددغه کمېسېون غړي نادر نادري د جمعی په ورځ ووېل چې ده اودده دوه ملگرو ته ووېل شول چې د دوی په ځای بل څوک ټاکل کېږي اوپه دې پسی به رسمی اعلان وشي. هغه زېاته کړله چې موږ واورېدل چې موږ له کارنه لېري کړی شوی ېو خو تراوسه پوري موږ ته رسمي لېک ندی رالېږل شوی.

رپوټ وايی دښاغلي کرزی د حکومت له خوانه تراوسه پورې په دې باندی تبصره نده شوی.

XS
SM
MD
LG