د هند په بېلابېلو سیمو کې د تودوخې د زیاتوالي له امله ډېرو سیلانیانو د تاج محل لیدنه لغوه کړې ده، چې د هند له مهمو سیاحتي جذابو ځایونو څخه یو ګڼل کېږي.
په هند کې چارواکو ویلي چې د دې هېواد د څو ښارونو په شمول د آګره د ښار د حرارت درجه چې تاج محل پکې موقعیت لري، د عادي کچې په پرتله له پنځو درجو څخه زیاته لوړه شوې ده.
د چارواکو په وینا، نن د سېشنبې په ورځ په اګره کې تودوخه له ۴۰ درجې سانتيګراد څخه لوړه شوې، چې د اپرېل میاشتې لپاره غیر معمولي ګڼل کېږي.
په هند کې دا سخته ګرمي د دې لامل شوې چې زیات شمیر سیلانیان د دې هېواد د سیاحتي ځایونو د لیدنې لپاره خپل پلانونه لنډ یا لغوه کړي.
د هند په پلازمینه نوې دهلي کې د هوا او چاپېریال ککړتیا هم خلکو ته روغتیايي ستونزې رامنځته کړې دي. څېړونکي وايي له کلونو راهیسې د ګاډو او د صنعتي فابریکو لوګیو د چاپېریال ککړتیا زیاته کړېده.
په نوي ډیلي کې د چاپېریال ساتنې فعالان وايي د تاج محل د ساتلو لپاره باید د څار پرگرامونه پیل شي او په دغه برخه کې نوره پانګوونه هم وشي.
هر کال ملیونونه کسان د تاج محل لیدو ته ورځي.
تاج محل د مغل واکمنۍ تر ټولو یوه ستره هنري بیلګه ده چې د هند د معمارۍ او ابادۍ یوه مهمه او تاریخي ودانۍ بلل کیږي.
فورم \ دبحث خونه