د متحدو ایالتونو د جمهوري غوښتونکو ګوند په لومړي ځل ددغه هېواد د منځمهالو ټاکنو لپاره ملي کنوانسیون رابللی دی.
دغه دوه ورځنۍ ستره غونډه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال جي ډي ونس هم پکې ګډون کوي، د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر ۹) د ټکساس ایالت په ډالاس ښار کې پرانیستل کیږي.
د جمهوري غوښتونکو د دې بې سارې غونډې عمده موخې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د لاسته راوړنو روښانه کول، ددغه ګوند د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کول، د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماندانو ملاتړ اعلانول او په ټاکنو کې د ګډون لپاره د امریکايي رایه ورکوونکو هڅول ښودل شوي دي.
د امریکا منځمهالې ټاکنې، چې مهمه برخه یې د استازو جرګې د ټولو ۴۳۵ غړو او د سنا جرګې د درېیمې برخې غړو ټاکل دي، د روان کال د نومبر میاشتې په درېمه نېټه ترسره کېږي.
جمهوري غوښتونکي، چې اوس مهال د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت لري، هڅه کوي د دې «ملي کنوانسیون» له لارې امریکایي رایه ورکوونکي ته د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه قناعت ورکړي او د کانګرس پر دواړو جرګو خپله ولکه جاري وساتي.
ډونالډ ټرمپ، چې دا غونډه یې «فوق العاده» بللې، ویلي دي چې دی به د کنوانسیون په لومړۍ شپه او د هغه مرستیال جي ډي ونس به په دویمه شپه وینا وکړي.
ټرمپ تېره میاشت په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې په یو پوسټ کې لیکلي وو: «په تاریخ کې په لومړي ځل به جمهوري غوښتونکي زموږ د ستر هېواد له لر او بر څخه د منځمهالو ټاکنو د کنوانسیون لپاره سره راټول شي، څو خپلې سترې بریاوې او لاسته راوړنې ونمانځي، زموږ غوره نوماندان معرفي کړي او د تاریخ تر ټولو مهمو منځمهالو ټاکنو ته چمتووالی ونیسي.»
په دې اوونۍ کې په جوړېدونکې غونډه کې به د ټرمپ او جي ډي ونس سربېره، د جمهوري غوښتونکي ګوند له سلو څخه زیات غړي، د کابینې ځینې غړي، د کانګرس استازي، د نومبر د ټاکنو یو شمېر نوماندان او د جمهوري غوښتونکي ګوند مخور شخصیتونه ویناوې وکړي.
تمه ده چې د ټرمپ د حکومت د مالیاتو، کډوالۍ، سوداګرۍ او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې تګلارې د دې غونډې د بحث اساسي ټکي وي.
د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې تر اوسه د سیاسي ګوندونو له خوا د ملي کنوانسیون جوړول معمول نه وو، او دا لومړی ځل دی چې جمهوري غوښتونکي داسې یوه غونډه رابولي.
له دې وړاندې د امریکا د ډیموکرات ګوند له خوا د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰لسیزې په لومړیو کلونو کې د منځمهالو ټاکنو تر مخه ورته غونډې جوړې شوې وې.
ډیموکرات ګوند هم په پام کې لري چې د جمهوري غوښتونکو د ملي کنوانسیون په غبرګون کې په ټکساس ایالت کې بېلابېل پروګرامونه، غونډې، خبري کنفرانسونه او د ډونالډ ټرمپ د حکومت د پالیسیو پر ضد اعتراضي لاریونونه په لار واچوي.
فورم \ دبحث خونه