د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ ولایت کې د ماین چاودنې یوولس ملکیان وژلي


په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو او ښکیلو خواو ترمنځ د جګړو وروسته د سړک د غاړې چاودنې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یو ستر لامل کڼل کیږي.
په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو او ښکیلو خواو ترمنځ د جګړو وروسته د سړک د غاړې چاودنې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یو ستر لامل کڼل کیږي.

د بلخ ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د دولت اباد ولسوالۍ کې نن د یکشنبې د ورځې سهار ( زمري ۲۷ مه) د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولس تنه ملکي وګړي وژل شوي.

د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوال محمد یوسف امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ماین د ملکیانو په یو سراچه ډوله موټر باندې، چې د دغې ولسوالۍ څخه د مزار شریف ښار په لور روان وو چاودیدلی دی.

ښاغلي محمد یوسف وویل "نن شپږ نیمې بجې د سهار یو سراچه موټر، چې د دولت اباد ولسوالۍ د حیاتانو له کلي څخه د مزارشریف په لور روان وو، په لاره کې پر یو ماین ختلی او په موټر کې ټول مسافر یې وژلي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي".

د دولت اباد ولسوال وویل، چې په دې پیښه کې دوه سړي، څلور ښځې او پنځه ماشومان وژل شوي دي.

د بلخ د پولیسو قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل هم امریکا غږ اشنا راډیو ته د سړک د غاړې ماین چاودنه کې یوولسو ملکي وګړو وژل تائید کړي، خو ادعا یې کړې، چې دا ماین د وسله والو طالبانو له خوا په دې لار کې ښخ شوی وو.

ښاغلي عادل وویل " نن یوه شخصي سراچه موټر ، چې ټول ملکي وګړي په کې سپاره وو، لارې په اوږدو پر یو ماین باندې، چې طالبانو ښخ کړی وو، ختلی دی".

تراوسه وسله والو طالبانو د بلخ د ولایتي چارواکو ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

د دولت اباد ولسوالۍ د حیاتانو کلی د دغې ولسوالۍ د مرکز په شپږ کیلومترۍ کې پروت دی، چې امنیت یې د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

تیره اونۍ په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې هم شوې وې.

XS
SM
MD
LG