د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې چاودنې ۱۱ مسافر وژلي او ۳۷ نور ټپیتان کړي


افغانستان کې د لارو د خرابیدو او د ډرایورانو د نه پاملرنې له امله پر لویو لارو ترافیکي پیښې کیږي.
افغانستان کې د لارو د خرابیدو او د ډرایورانو د نه پاملرنې له امله پر لویو لارو ترافیکي پیښې کیږي.

د فراه ولایتي چارواکي وايي، نن د سه شنبې په سهار (زمري ۹مه) د مسافرو ډک یو ۴۰۴ بس موټر د کندهار- هرات په لویه لار د فراه رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک د غاړې پرماین باندې ختلی، چې له امله یې ۸ مسافر وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت د والي ویاند ناصر مهري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا پیښه نن سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کندهارـ هرات په لویه لار د فراه رود ولسوالۍ د "لخشک" په سیمه کې شوې ده.

ښاغلي مهري وویل، چې په چاودنه کې یوولس مسافر، چې یوه ښځه او څلور ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ناصر مهري وویل، چې یو ۱۱ ټپیان ، چې روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی هرات ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.

د فراه د والي ویاند وویل، مسافر د احمدشاه ابدالي د شرکت په یو " ۴۰۴" بس موټر کې له هرات ولایت څخه د کندهار ولایت په لار کابل ته روان وو، چې د فراه رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر بس ماین وچاودیده.

د فراه ولایتي چارواکي ادعا کوي، چې دا ماین وسله والو طالبانو تازه پر افغان امنیتي ځواکونو باندې د برید لپاره د سړک پر غاړه ښخ کړی وو

خو وسله والو طالبانو د ښاغلي مهري د ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د هرات – کندهار- کابل لویه لار د افغانستان یوه تر ټولو ستره لار ده، چې د لارې په اوږدو کې یو شمیر ناامنه ولایتونه هم پراته دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG