د لاس رسي وړ اتصالات

د پنځوايي د پېښې د عسکر میرمن وايي چې د خاوند په دې کار حیرانه ده


د اسوشیټد خبري اژانس رپوټ ورکوي چې د بیلیس ښځه کارولین بیلیس وایی هغه چې د دی الزامونو په اوریدو چې میړه یې اولس افغان کلیوال وژلي دي هک حیرانه شوه. د خوردظابط بیلیس ښځې ، د این بی سي تلویزیون سره په مرکه کې چې نن خپریږی ، د خپل میړه دفاع وکړه. کرولین بیلیس د واشنگتن د ایالت اوسیدونکي وویل ، میړه یی د یو دپاسه دوه زرم کال د سپتمبر د یوولسمې د تروریستي حملو نه وروسته په پوځ کې داخل شو چې د خپلی کورنۍ ، دوستانو او وطن دفاع وکړي. هغه غوښتل چې خپله وظیفه اجرا کړي او میړه یی ډیر زړور او شجاع سړی دی.

مامورین وایي چې بیلیس د افغانستان په جنوب کې د دی میاشتې په سر کی د خپلې اډی نه بهر نهه افغان ماشومان او اته کسه لویان وژلی دی.

کرولین بیلیس وویل زه دغو الزامونو ته بیخي حیرانه یم ځکه هغه ته ماشومان ډیر گران دي او زه هیڅ نه پوهیږم چې څه پیښ شویدی، خو هغه به دغسی یوکار ونکړي.

په بیلیس باندی د جمعې په ورځ د عمدي قتلونواو نورو جنایتونو ١٧ الزامونه ولگول شول.

XS
SM
MD
LG