د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ٢٠١٦ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو رپوټ بشپړ شو


رابرټ مولر د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړوند د خپلو پلټنو رپوټ لوی څارنوال ته وسپاره.

د روسیې د لاسوهنو په اړه ځانگړي تحقیق کوونکی رابرټ مولر له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو، د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او روسیې ترمنځ د اړیکو او یو لړ نورو انتخاباتي مسایلو په هکله پلټنې کړي او نتیجه یې د جمعې په ورځ د امریکا د عدلیې وزارت ته وسپارله.

د امریکا د متحده ایالاتو رسنیو د رپوټونو له مخې ښاغلي مولر دغه رپوټ د واشنگټن ډي سي پر وخت د جمعې په ورځ مازدیګر د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار ته سپارلی دی.

ښاغلي بار په یو لیک کې د کانگرس مشرانو ته خبر ورکړی چې د ښاغلي مولر رپوټ ورته رسیدلی او ددې اونۍ تر پایه به د رپوټ له پایلو نه کانگرس خبر کړي.

دغه رپوټ محرم دی او د امریکا د عدلیې وزارت د مقرراتو له مخې لوی څارنوال به هغه وارزوي او تصمیم به ونیسي چې کومه برخه یې د عامو خلکو د لیدو لپاره خپره کړي.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا پدې رپوټ کې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملاتړو د خلاف کاریو په اړه موندنې پدې رپوټ کې شته او که نه.

د رابرټ مولر د پلټنو اصلي پوښتنه دا وه چې ایا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاین پر وخت ښاغلي ټرمپ او یا د هغه مرستیالانو د روسانو په مرسته داسې ایمیلونه افشا کړي که نه چې هدف یې د دموکرات گوند د کاندیدې هیلري کلنټن کمزوري کول وو. دغه ایملونه د دموکرات گوند د ملي کمیټې او د هیلري کلنتن د کمپاین د مشر نه غلا شوي وو.

همداشان دا چې ایا د روسیې ددغو تکتیکونو په نتیجه کې ښاغلي ټرمپ ته گټه رسیدلې که نه؟ بل دا چې ایا ښاغلي ټرمپ د خپل ځان او خپلو مرستیالانو د ژغورې لپاره د پلټنو د خرابولو هڅه کړې ده او که نه؟

ددغو پلټنو په ترڅ کې ٣۴ کسان او درې شرکتونو په ورانکاریو تورن شوي دي او اوه کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی چې پنځه تنه یې د جمهور رئیس ټرمپ پخواني سلاکاران و. هغوی ته د بند سزاگانې ورکړل شوې.

د امریکا د کانگرس د دواړو گوندنو استازو ددغه رپوټ د خپریدو غوښتنه کړې ده.

تیره اونۍ د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ددغه رپوټ هرکلی وکړ او وویل چې د ښاغلي مولر وروستی رپوټ باید په علني توگه خپور شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سندرز د جمعې په ورځ وویل چې دا رپوټ جمهوري ریاست ته ندی وړاندې شوی او نه هم پدې اړه له دوی سره معلومات شریک شوي دي.

ولیامی بار چې د جمهور رئیس ټرمپ له خوا د نومبر په میاشت کې د امریکا د لوی څارنوال په توگه وټاکل شو د امریکا کانگرس ته په یو لیک ژمنه کړې ده چې "د امکان تر حده" د چارو شفافیت ته ژمن دی او هڅه به وکړي چې هغوی له خپلو ارزونو نه خبر کړي.

XS
SM
MD
LG