د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې د امریکایي عسکرو اډې سره نږدې توغندي لګیدلي


توغندي د بلد هوایي اډې سره نږدې لګیدلي چې امریکایي عسکر پکې دیره دي.
توغندي د بلد هوایي اډې سره نږدې لګیدلي چې امریکایي عسکر پکې دیره دي.

په عراق کې امنیتي سرچینې وایي په پایتخت بغداد کې هغې پوځي اډې سره نږدې دوه توغندلي لګیدلي چې امریکايي ځواکونه پکې دیره دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې توغندیو د توغولو ادعا نده کړې، خو امریکا معمولاً د دې بریدونو ملامتي په هغو عراقي ډلو اچوي چې د ایران له ملاتړ نه برخورداره دي.

دا توغندي نن یکشنبه، اپریل ۴ (وري ۱۵) د بلد په هوایي اډې توغول شوي. په برید کې چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې او نه هم پکې کومه ودانۍ ویجاړه شوې.

د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې راپدیخوا چې جمهور رئیس جو بایډن د امریکا په متحده ایالاتو کې واک ته رسیدلی، دا څلویښتم برید دی چې په عراق کې په امریکایي عسکرو، د امریکا په سفارت او یا په هغو موټرو کیږي چې په بغداد کې بهرنیو ځواکونو ته اکمالات کوي.

پدې بریدونو کې دوه امریکایي او یو عراقي ملکی وګړی وژل شوی او یو عراقی پکې ټپي شوی.

تر اوسه په دقیقه توګه نده څرګنده چې د دې بریدونو تر شا د چا لاس دی خو د حشد الشعبي په نامه د ملیشو د ډلوې یو جګپوړي غړي، قیس الخزالي څه موده وړاندې اعلان کړی و چې دا بریدونه د "مقاومت" په نامه ډله کوي او خبردرای یې ورکړی و که امریکا خپل ټول د جګړې ځواکونه د عراق نه ونه باسي، دا بریدونه به نور هم ډیر شي.

د حشد الشعبي ډله چې دولت یې ملاتړ کوي، ایران پلوې ډله ده.

د یکشنبې د ورځې دا برید پداسې وخت کې کیږي چې واشنګټن د عراق د صدارعظم مصطفی الخادمي د حکومت سره د ستراتیژیکو خبرو اترو د پیلولو لپاره چمتوالی نیسي.

په عراق کې ایراني پلوې ډلې په منظمه توګه د ښاغلي الخادمي حکومت ته هم ګواښونه کوي.

د عراق د صدراعظم لپاره به دا سخته وي چې پخپل هیواد کې د امریکا او ایران د ګټو تر منځ توازن وساتي. دا دواړه هیوادونه د عراق په سیاسي چارو کې په ژروه توګه دخیل دي.

XS
SM
MD
LG