د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د امریکایي ځواکونو په اډې توغندي وار شوي ؛ مرګ ژوبله نلري


د متحده ایالاتو پوځ وایي د سوریې په شمال لویدیځ کې په یوې نظامي اډې کې چې امریکایي ځواکونه پکې میشت دي، دوه توغندي لګیدلي خو ځواکونو ته پکې هیڅ ډول مرګ ژوبله نده اوښتې.

د پوځ په اعلامیې کې جمعه نومبر ۲۵ (لیندۍ۴) ویل شوي چې د توغندیو پدې برید کې نظامي اډې ته هم کوم زیان ندی اوښتی.

د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې امریکا یې ملاتړ کوي، هغه سیمه یې کتلې چې دا توغندي ترې وار شوي و او یو دریم توغندی یې هم پکې موندلی چې لا وار شوی نه و.

دا نظامي اډه د سوریې د الهساکې ولایت د الشادادي په ښارګوټي کې پرته ده چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو تر څنګ پکې د سوریې دموکراتیک ځواکونه هم دیره دي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړه کوي.

تر اوسه نده معلومه چې دا توغندي چا وار کړي او امریکایي ځواکونو هم په اعلامیې کې د کومې ډلې نوم ندی اخیستی. هیڅ کومې ډلې یې هم تر دې دمه د توغولو ادعا نده کړې.

دا لومړی ځل ندی چې د امریکایي ځواکونو پدې اډې د توغندیو برید کیږي.

د روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې هم پدې اډې یو توغندی وار شوی و چې د عراق سره ګډې پولې سره نږدې پرته ده.

سره لدې چې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې زرګونه امریکایي ځواکونه د منځني ختیځ دې هیوادونو ته تللي و خو په ۲۰۱۹ کال کې چې دا سخت دریځه ډله ماته شوه، امریکا هم د خپلو سرتیرو شمیر کم کړ.

ویل کیږي چې اوس شاوخوا ۹ سوه امریکایي ځواکونه د سوریې هغو ولایتونو کې پراته دي چې کنټرول یې د سوریې دموکراتیک ځواکونو (کردي ملیشو) سره دی.

امریکایي ځواکونو د همدې نظامي اډو څخه په ګټې اخیستو په سوریه کې د داعش او القاعده شبکې په مرکزونو څو ځله چاپې اچولې کردي ملیشو یې ملاتړ کاوه.

واشنګټن د سوریې کردي دموکراتیکو ځواکونو ته ډاډ ورکړی چې هلته به خپل ځواکونه ساتې خو دا یې ندي ویلي چې تر کومې.

په امریکایي ځواکونو دا برید داسې مهال کیږي چې ترکیې په روانې اوونۍ کې د عراق پولې سره نږدې په سوریه کې د کردي یاغیانو په مرکزونو هوایي بمبارۍ پیل کړي.

سره لدې چې ترکیې ویلي دا بریدونه د استانبول په ښار کې د نومبر د میاشتې ۱۳ مې نیټې د چاودنې په غبرګون کې کوي چې ملامتي یې په کردي یاغیانو اچول شوې خو متحده ایالاتو بیا په سمدستي توګه د جګړې د بندیدیو غوښتنه کړې.

واشنګټن ویلي چې دا بمبارۍ سیمه بې ثباته کوي او د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړه کمزورې کوي.

XS
SM
MD
LG