د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په نظامي اډې توغندي وار شوي


د عراق امنیتي ځواکونه وایي چې د دې هیواد د شمال څخه په سوریه کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په اډې توغندي وار شویدي.

د امنیتي ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي چې په سوریې کې د ائتلافي ځواکونو په اډې دا بریدونه د نینوي ولایت څخه شوي. د عراق امنیتي ځواکونو وروسته یو موټر پیدا کړ چې دا توغندي ترې وار شوي و . د عراق امنیتي ځواکونو دې موټر ته اور اچولی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې بریدونو د کولو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې د دا شان بریدونو ادعا هغو شعیه ملیشو کوله چې ایران یې تر شا ولاړ دی. دا د تیرو څو اوونیو راهیسې په ائتلافي ځواکونو لومړۍ سترې حمله ده چې د عراق د خاورې څخه کیږي.

د عراق امنیتي ځواکونو په اعلامیې کې د کومې ځانګړې ډلې نوم ندی اخیستې چې دا بریدونه یې کړي خو ملامتي یې په "غیر قانوني ګرځول شوېو عناصرو" اچولې ده.

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان بیا په عراق کې د اسلامي مقاومت په نامه ډلې باندې ددې بریدونو د کولو تور لګولی چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

همدې ډلې په عراق او سوریې کې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو د اکثریت هغو بریدونو د کولو ادعا کړې چې د تیر کال اکټوبر میاشتې څخه نیولې د روان میلادي کال د فبروري تر میاشتې پورې شویدي.

متحده ایالات په عراق کې تقریباً ۲۵۰۰ او په ګاونډي هیواد سوریې کې بیا نږدې ۹۰۰ سرتیري لري چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوي او د کردي ملیشو سره په ګډه نه پریږدې چې داعش پدې سیمې کې بیا سر راپورته کاندي.

په سوریې کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په اډې د توغندیو برید څخه وړاندې د عراق په یوې نظامي اډې کې په چاودنې کې یو تن ووژل شو او اته نور ټپي شول.

د عراق امنیتي ځواکونو ویلي چې چاودنه د بغداد په جنوب کې هغې نظامي اډې کې شوې چې د دې هیواد پوځ او پولیسو تر څنګ د حشد الشعبي ملیشې هم پکې پرتې دي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزې قوماندانۍ ویلي چې پدې برید کې لاس نلري او د اسرائیل پوځ بیا پدې هکله له تبصرې کولو ډډه کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG