د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن وایي د روهینگیا مسلمانانو نسل وژنه کیږي


د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وایي چې په میانمار کې د رخاین په صوبې کې د روهینگیا مسلماناو نسل وژنه کیږي.

ټیلرسن په یوې اعلامیې کې لیکلي دي چې "پېښو ته په ډیر پام د کتلو وروسته ، دا څرگنده ده چې په رخاین کې د روهینگیا مسلمانانو نسل وژنه روانه ده."

امریکایي چارواکي په میانمار کې روان وضعیت څاري او په دغه ملک کې د سلگونو کسانو د وژلو او د ٦ لکو کسانو د بیکوره کیدو په هکله تحقیقات کوي. دغه بیکوره شوي کسان گاونډي ملک بنگله دیش ته د پناه لپاره اوښتي دي.

دا لمړنی ځل دی چې د امریکا د بهرنو چارو وزارت دغه تشدد ته د نسل وژنې نوم ورکوي. چارواکو خبریالانو ته د وینا په مهال وویل چې نسل وژنه داسې لفظ دی چې د حالاتو سمه تشریح کوي.

یو چارواکي وویل "مونږ په دی هم پوهیږو چې دا مسله بیړنی حل غواړي. دا ښیي چې مونږ د دغې مسلې په هکله سخت اندیښمن یو او د خلکو د کړاونو د ختمولو کوښښ کوو. مونږ غواړو چې هلته نسل وژنه بنده شي او خلک وکولی شي چې خپلو کورونو ته بیرته راشي او په درناوي ژوند وکړي."

د امریکا دغه فیصله به د میانمار په پوځ فشار زیات کړي. د امریکا د بهرنو چارو وزیر ټیلرسن د روهینگیایانو مسلو ختمولو ته خپله ژمنیتیا څرگنده کړه "هیڅ ډول پارونکي اقدامات په میانمار کې د تشدد جواز نشې پیدا کولی . دغه تشدد چې د میانمار پوځ او امنیتي ځواکونو کړی، خلک یې بی حده ډیر ځورلې دی او په سلگونو زره خلک یې خپلو کورونو پریښودلو ته مجبوره کړیدی."

د امریکا د بهرنو چار وزیر په اعلامیې کې ویلي چې امریکا به د ملگرو ملتونو سره په یو ځایې د میانمار د مسلې د حل لپاره کار وکړي او د امریکا د قوانینو مطابق به چلند وکړي. په دغه اقداماتو کې کیدی شي په میانمار ځینې بندیزونه هم ولگول شي.

XS
SM
MD
LG