د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پر پخواني ولسمشر برید کوونکی له بنده ازاد شو


جان هینکلي ۳۵۶ کاله بندي و
جان هینکلي ۳۵۶ کاله بندي و

هغه کس چې ۳۵ کاله مخکې یې د امریکا د یو مخکني ولسمشر، رونالډ ریګن، د وژلو هڅه کړې وه، د یکشنبې په ورځ له بند څخه ازاد کړل شو.

جان هنکلي د واشنګټن ډي سي د رواني ناروغیو په روغتون کې و. د امریکا د فدرال محکمې د جولاۍ په میاشت کې د هغه د پرېښودلو پرېکړه کړې وه. محکمې ویلي وو چې ښاغلی هنکیلی نور خلکو او ځان ته خطر نه دی.

هینکلي د حکومت له لوري د اېښودل شويو لسګونو شرطونه لاندې د خپلې ٩٠ کلنې مور سره یو ځای د امریکا د ویرجینا ایالت په ویلیمز برګ سیمه کې ژوند وکړي.

هینکلي د امریکا بخوانی ولسمشر ریګن تعقیبوه او همدا چې موقع ورته برابره شه، پرې ډزې وکړې، چې ریګن او د هغه یو مطبوعاتی چاروکی بريډې او د استخباراتو یو افسر هم ژوبل شول. دغه برید په ۱۹۸۱ کال کې په واشنګټن کې ډي سي د یوه هوټل د باندې وشو.

په برید کې بریډي په سر وېشتل شوی چې دماغو ته یې زیان رسېدلی او بیا په ۲۰۱۴ کال کې مړ شو، خو ولسمشر ریګن او بل زخمي کس ورغېدل.

جان هېنکلي ۳۵ کال په بند کې و، خو بیا معلومه شوه چې هغه رواني تکلیف لري.

XS
SM
MD
LG