د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتي خبریالانو امنیت دې خوندي شي – آر‌اس‌اف


د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان (آر اس اف) د افغانستان پارلماني انتخاباتو په درشل کې، د هغو خبریالانو د لا زیات امنیت پر خوندیتوب تینګار کړی، چې د انتخاباتو اړوند مسایلو ته رسنیز پوښښ ورکوي.

دغه سازمان په یو بیان کې ویلي، چې د تلې په ۲۸مه میلیونونه افغانان په پارلماني انتخاباتو کې برخه اخلي او خبریالان په دغه بهیر کې د آزادو، شفافو او ديموکراتیکو انتخاباتو تضمینوونکي دي.

د افغانستان او ایران لپاره د بې‌پولې خبریالانو د سازمان مشر رضا معیني ویلي "د ټاکنو نیټې ته په نږدې کیدو سره، پر رسنیو او خبریالانو باندې هدفي بریدونه او په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د آزادۍ ګواښولو زیاتوالی موندلی دی. دا د خلکو د حاکمیت او د هغوی د دیموکراتیکو انتخاباتو په وړاندې ګواښ دی. د اطلاع‌رسونې له آزادۍ پرته د دیموکراتیکو انتخاباتو ترسره کول ناممکنه دي. بې‌پولې خبریالان د افغانستان حکومت په دې برخه کې د خپلو منل شویو ژمنو د ترسره کولو لپاره لا زیاتو هڅو ته رابولي".

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې په ټول افغانستان کې څه باندې ۷۰ کاندیدانو او ۱۰۰ خبریالانو د "هغو استازو ته رایه ورکړئ، چې د ښځینه خبریالانو له حقونو څخه ملاتړ کوي" په نوم جوړ شوي کمپاین څخه خپل ملاتړ ښودلی دی.

د دغه سازمان د ۲۰۱۸ کال د ریپوټ پر بنسټ، د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه افغانستان په ۱۸۰ هیوادونو کې ۱۱۸ ځای لري.

خو د بې‌پولې خبریالانو سازمان په خپل تازه ریپوټ کې افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو ګواښوونکی هیواد بللی او ویلي یې دي، چې په روان عیسوي کال کې ۱۳ خبریالان او د رسنیو ۲ کارکوونکي په دغه هیواد کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG