د لاس رسي وړ اتصالات

بې‌پولې خبریالان: طالبان له رسنیو څخه باج اخلي


د بې‌پولې خبریالانو ټولنه، چې مرکز یې په پاریس کې دی وايي، په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د نورو ګواښونو سربیره، په یو شمیر ولایتونو کې وسله‌وال طالبان له رسنیو څخه د مالیې په نوم باج اخلي.

د دغې ټولنې په یو رپوټ کې د افغانستان د یو شمیر رسنیو د مسولینو له قوله ویل شوي، چې هغوی د دغو ګواښونو په اړه حکومتي چارواکي خبر کړي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی ترسره شوي.

خو په رپوټ کې د افغان چارواکو له قوله راغلي، چې د رسنیو مسولینو په دې اړوند مکمل اسناد او شواهد حکومت ته نه دي سپارلي.

په افغانستان کې د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د دفتر مسؤل رضا معیني وايي "د دغه وضعیت په وړاندې د رسنیو او خبریالانو ساتنه باید د حکومتي او ولایتي چارواکو په اصلي لومړیتوب بدل شي. طالبان د رسنیو د آزادۍ دښمنان دي او هدف یې د اطلاع رسونې د تورتمونو پراختیا ده. رسنۍ او حکومت باید په نږدې همکارۍ سره دغې باج اخیستنې او د آزادو اطلاعاتو د یرغمل نیونې د پای ته رسولو لپاره د حل یوه لاره پیدا کړي".

د دغې ټولنې په رپوټ کې راغلي، له تیرو نهو میاشتو راهیسې په غزني ولایت کې یو شمیر رسنۍ تر فشار لاندې دي، چې په نتیجه کې یې د سما په نوم یوه سیمه‌ییزه راډیو له ګڼو ستونزو، په ځانګړي ډول مالي ستونزو سره مخ شوې او د کلید راډیو هم د خپلو کارکوونکو شمیر خورا زیات کم کړی دی.

د کلید راډیو مشرې نجیبې ایوبي د بې‌پولې خبریالانو ټولنې ته ویلي "موږ تصمیم ونیو چې دغه باج ورنکړو او په هماغه وخت کې مو هم ټول مسؤلین د دغه ګواښ په اړه چې په سیمه کې یې راډیو او همکاران ګواښل، خبر کړل، خو کوم اقدام ونشو. اوس د مجبوریت له مخې په غزني کې د سپوږمکۍ له لارې خپرونې کوو".

د آغلې ایوبي پر وینا، په غزني کې د راډیو ۱۶ تنه کارکوونکي اوسمهال بې‌کاره دي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې ویلي، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مالیې اخیستل تائید کړي، چې د دغې ټولنې لپاره د باج اخیستلو په معنی ده.

له دې وړاندې د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) هم په غزني ولایت کې له رسنیو څخه د طالبانو د باج اخیستلو مسله تائید کړې وه او دا کار یې د رسنیزو فعالیتونو په وړاندې لوی خنډ بللی وو.

XS
SM
MD
LG