د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سهشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالتونه تمه لري چې د هرمز له ستراتیژیک تنګي څخه پر تېرېدونکو بېړیو هېڅ ډول فیس یا محصول ونه لګول شي.
دا خبرې داسې مهال کیږي چې امریکایي او ایراني چارواکي د څو میاشتو شخړو د پای ته رسولو لپاره په خبرو بوخت دي.
روبیو چې د خپل درې ورځني سفر په لومړي پړاو کې متحده عربي اماراتو ته رسېدلی، خبریالانو ته وویل چې د نړیوالو قوانینو له مخې هېڅ هېواد نه شي کولای په نړیوالو اوبو کې د تګ راتګ لپاره له بېړیو څخه فیس واخلي.
روبیو وویل، "په ټوله نړۍ کې په نړیوالو اوبو کې همدا اصول پلي کېږي او موږ تمه لرو چې دلته به هم همداسې وي. زما په اند د سیمې ټول هېوادونه له دې دریځ سره موافق دي."
ټاکل شوې ده چې روبیو د خپل سفر په ترڅ کې کویټ او بحرین ته هم ولاړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی به د دغو هېوادونو له مشرانو سربېره د خلیج د همکارۍ شورا له استازو سره هم وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې په سیمه کې د تاوتریخوالي بشپړ پای ته رسېدل د حماس او حزب الله په شان د ایران له هغو ډلو سره هم تړاو لري چې واشنګټن یې د نیابتي ځواکونو په توګه یادوي.
روبیو وویل: "تر هغه چې د ایران ملاتړې ډلې له عراق څخه توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغوي او د حماس او حزب الله په څېر په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وي، په سیمه کې د شخړو او تاوتریخوالي بشپړ پای ناشونی دی."
متحده عربي امارات، کویټ او بحرین د هغو هېوادونو له ډلې وو چې د شخړې پر مهال د ایران د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي وو.
تېره اوونۍ د امریکا او ایران مشرانو د جګړې د درولو لپاره د تفاهم یو یادداشت لاسلیک کړ او دواړه خواوې اوس د شخړې د دایمي حل لپاره خبرې اترې کوي.
روبیو وویل چې په لبنان کې د حزب الله لپاره د ایران ملاتړ د امریکا او ایران د خبرو یوه برخه ده، خو د لبنان په جنوب کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د جګړې د درولو موضوع له دغو خبرو جلا موضوع ده.
د یادونې وړ ده څو ورځې وروسته له هغې چې پر ایران د امریکا او اسرائیل پوځي بریدونه پیل شول، حزب الله د مارچ په دویمه پر اسرائیل راکټي بریدونه وکړل. اسرائیل بیا د هوايي او ځمکنیو عملیاتو ځواب هم ورکړ.
د راپورونو له مخې، دغې جګړې او هوايي بریدونو په لبنان کې شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیونه کسان بېځایه کړي او له څلور زره څخه ډېر کسان یې وژلي دي.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو زیاته کړه:"د لبنان راتلونکی د هغوی د خپلواک او منتخب حکومت له لارې د لبنان پر خلکو پورې اړه لري، او موږ به له هماغه حکومت سره کار کوو."
فورم \ دبحث خونه