د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: روسیه پر اوکراین د بریدونو لپاره د شمالي کوریا له توغندیو کار اخلي

اوکراین او روسیې په یو بل متقابلو بریدونو ته دوام ورکړی، او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي مسکو تورن کړ چې د دې هیواد پر ضد په بریدونو کې د شمالي کوریا له توغندیو کار اخلي.

د اوکراین ولسمشر وویل، روسیې د سې شنبې په ورځ پر زاپوریژیا ښار په بریدونو کې، چې لږ تر لږه شپږ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا ۱۹ نور ټپیان شول، د شمالي کوریا د بالستیک توغندي هم کارولي دي.

اوکراین هم په متقابلو بریدونو کې د روسیې په جنوب کې د «وایلډبیریز» انلاین پلورنځي اړوند ګودامونه په نښه کړل. دغه شرکت چې د «روسیې امازون» په نوم هم یادېږي، په دې تیرو څو اوونیو کې څو ځله د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې د یو ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل شول. تاتارستان د اوکراین له پولې څه باندې ۱۱۰۰ کیلومتره واټن لري. په تاتارستان کې د ازبکستان قونسلګرۍ ویلي چې د وژل شویو کسانو له ډلې اووه تنه د ازبکستان اتباع وو.

زیلینسکي د دوشنبې په ماښام په یوه ویډیويي وینا کې وویل: «روسیه د لومړي ځل لپاره نه شي کوالی چې له شمالي کوریا د مرستندویه ځواکونو پرته جګړې ته دوام ورکړي.»

هغه زیاته کړه: «هرڅومره چې د شمالي کوریا بریدونه دلته په اوکراین او په اروپا کې زیاتېږي، او هرڅومره چې د هغوی راکټونه او سرتېري زیات کارول کېږي، هغوی همدومره خپلې نیمګړتیاوې او امنیتي تشې اصلاح کوي.»

زیلینسکي وویل، دا وضعیت د نړۍ د نورو برخو لپاره هم خطر رامنځته کوي.

د زیلینسکي څرګندونې په داسې حال کې دي چې اوکراین د «پېټریاټ» هوايي دفاعي سیستم لپاره د شند کونکي توغندیو له سخت کمښت سره مخ دی.

اوکراین، په داسې حال کې چې ځان د راتلونکي ژمي پر مهال د روسیې د بالستیک توغندیو د لا زیاتو بریدونو لپاره چمتو کوي، په بیړنۍ توګه د «پېټریاټ» هوايي دفاعي سیستم لپاره د سلګونو شنډ کوونکو توغندیو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

کییف د جولای په میاشت کې د روسیې له ۱۹۵ بالستیک توغندیو څخه یوازې ۲۹ یې شنډ کړي دي؛ دا شمېرې د اوکراین د هوايي دفاعي وړتیاوو ترمنځ د مخ پر زیاتېدو تشه څرګندوي.

که څه هم اروپايي هېوادونو اوکراین ته د «پېټریاټ» سیستمونه او راکټونه ورکړي، خو د هغوی خپلې زیرمې هم محدودې دي. متحده ایالتونه هم د توغندیو له کمښت سره مخ دي او د خپلو زیرمو بیا ډکول یې لومړیتوب ګرځولی دی.

نوي تولیدات، چې د جرمني له خوا جوړ شوي د «PAC-2» شنډ کونکي توغندیو او په اوکراین کې د دغو توغندیو د جواز لاندې د احتمالي تولید طرحه هم پکې شامله ده، ښايي تر ژمي مخکې په کافي اندازه شنډ کوونکي توغندي برابر نه کړي.

اروپايي متحدین له ځینو هېوادونو لکه هسپانیې او یونان څخه غواړي چې له خپلو زیرمو څخه نور توغندي هم اوکراین ته ورکړي، خو د ملي امنیت اندېښنو د دغو هېوادونو د مرستو کچه محدوده کړې ده.

اوکراین د بدیلو سیستمونو پر جوړولو هم کار کوي، چې د «فریا» شنډ کوونکي توغندي پکې شامل دي؛ خو دغه سیستمونه لا تر اوسه دې کچې ته نه دي رسېدلي چې د «پېټریاټ» ځای ونیسي.

د دیپلوماتیکو هڅو له ستونزمنېدو سره هم‌مهاله، کییف د روسیې د راکټونو د توغولو پر ځایونو د بریدونو امکان هم ارزوي، څو د توغندیو ګواښ له سرچینې څخه راکم کړي.

د اوکراین سمدستی ستونزه د «پېټریاټ» سیستمونو د توغولو د دستګاوو کمښت نه دي، بلکې د هغو توغندیو کمښت دی چې د دغو سیستمونو د کارولو لپاره ورته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG