د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او روسیه د جنوري په میاشت کې امنیتي غونډه کوي


د امریکا او روسیې جمهور رئیسانو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۶مه په ژنیوا کې کتلي و.
د امریکا او روسیې جمهور رئیسانو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۶مه په ژنیوا کې کتلي و.

ټاکل شوې متحده ایالات او روسیه د بل کال د جنوري په میاشت کې د اتومي وسلو د کنټرول او نورو جنجالونو په هکله خبرې اتر وکړي. ویل کيږي چې پدې خبرو کې به د اوکراین په سرحد کې هم په جنجالونو بحث وشي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یو ویاند خبریالانو ته وویل چې دواړه خواووې به د جنوري د میاشتې په لسمې غونډه وکړي.

د دې غونډې نه ووروسته به د جنوري د میاشتې په ۱۲مه د ناټو او روسیې غونډه وشي او په تعقیب به یې د جنوري د میاشتې په دیارلسمې په اروپا کې د همکارۍ او امنیت سازمان غونډه وشي.

د سپینې ماڼۍ ویاند پخپلو خبرو کې وویل، " کله چې خبرو ته سره کښینو، روسیه به خپلې او مونږ به د روسیې د فعالیتونو په هکله خپلې اندیښنې شریکې کړو. ځینې داسې ساحې شته چې پرمختګ پکې کولی شو او ځینو ځایونو کې به اختلافات ولرو. همدا دیپلوماسي ده".

سره لدې چې لویدیځو هیوادونو د اوکراین په سرحد کې د روسیې د نظامي فعالیتونو په هکله اندیښنه ښودلې خو د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند ویلي چې د مسکو او واشنګټن تر منځ په خبرو کې به د اوکراین په برخې کې کومه پریکړه ونشي.

ویاند ویلي، "د اوکراین په هکله د جمهور رئیس بایډن دریځ روښانه او متداوم دی. مونږ د متحد په توګه یوه خوله یو چې که روسیه د اوکراین په خلاف اقدام وکړي، عواقب به ولري."

امریکا پداسې حال کې د روسیې سره د امنیتي غونډې خبره کړې چې د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ هم د راتلونکي کال په پیل کې د روسیې – ناټو د شوار د غونډې غوښتنه کړې.

د ناټو یو ویاند ویلي چې ښاغلي سټول ټنبرګ په غونډې کې د روسیې د ګډون د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د مسکو سره خبرې کړي. دغه ویاند د نوم نه ښودلو په شرط وویلي " د روسیې سره د جنوري د ۱۲ مې نیټې د غونډې په هکله په اړیکه کې یو."

ینز سټول ټنبرګ پدې تیرو څو میاشتو کې د مسکو سره دخبر د پیل کولو په هکله څو ځله وړانیدزونه کړي خو د مسکو چارواکو دې خبرو ته مثبت ځواب نه و ورکړی.

د ناټو – روسیې شورا په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوې خو د اوکراین سره د روسیې د شخړې له کبله یې اوس فعالیت بند شوی. ناټو په دومداره توګه د روسیې لخوا د کریمیا نیول کیدل غندلي او په مسکو یې غږ کړی چې د خپل ګاونډي ملي حاکمیت ته درناوی ولري.

روسیې د اکټوبر په میاشت کې د اوکراین سره په ګډې پولې تقریباً ۹۳ زره سرتیري ځای پر ځای کړي و خو په اوس وخت کې دا شمیر ۱۰۴ زرو ته پورته شوی و.

غربي هیوادونو په روسیې تور لګولی و چې دا سرتیري یې په ګاونډي هیواد اوکراین چې د پخواني شوروي اتحاد غړی و، د احتمالي یرغل کولو په خاطر ځای پر ځای کړي .
خو روسیه بیا وایي چې د پراخې حملې پلان نلري او دا خپل حق بولي چې پخپلې خاورې کې خپل عسکر هر څرنګه چې مناسب وي له یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدوي.

XS
SM
MD
LG