د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان, روسیه او چین د افغانستان په اړه غونډه کوي


دې دریو هیوادونو د افغانستان په اړه لومړۍ غونډه په چین کې کړې وه، دوهمه په اسلام اباد کې او دریمه په مسکو کې کوي.
دې دریو هیوادونو د افغانستان په اړه لومړۍ غونډه په چین کې کړې وه، دوهمه په اسلام اباد کې او دریمه په مسکو کې کوي.

روسیه، چین او پاکستان د ترهگرۍ سره د مبارزې په اړه چې اساسي موضوع به یې د افغانستان وضعیت وي، د دسمبر په اوویشتمه نیټه په مسکو کې غونډه کوي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر الیکسي دیدوف د پاکستان دولتي راډیو ته ویلي دي چې دا به د دریو هیوادونو د هغې کاري ډلې دریمه غونډه وي چې دوه غونډې یې په بیجنگ او اسلام اباد کې کړې وې.

د روسیې سفیر وویل "د افغانستان وضعیت خطرناک دی، او هیڅ خوشبیني نشته. دری اساسي عناصر نه لیدل کیږي، پر خپلو پښو ولاړ اقتصاد نلري، ښه حکومتداري نشته، او غښتلي اردو نشته."

د چین، پاکستان او روسیې چارواکې وایي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابدو، او په سرحدي سیمو کې د داعش فعالیدلو له امله، دیته اړ شوي دي چې د ترهگرۍ پر ضد منطقوي هلې ځلې پیل کړي او د پراخیدو مخه یې ونیسي.

سږ کال چې په ختمیدو دی، طالبانو د افغانستان په څو شمالي ولایتونو کې سترې جگړې وکړې چې د شوروي د پخوانیو جمهوریتونو سره پولې لري.

طالبانو تیر کال په سپتمبر کې و سږ کال په جولای کې د کندز پر ښار پر سخت بریدونه وکړل او د ښار پر مرکزي چوک یې خپل بیرغ ورپولو.
طالبانو تیر کال په سپتمبر کې و سږ کال په جولای کې د کندز پر ښار پر سخت بریدونه وکړل او د ښار پر مرکزي چوک یې خپل بیرغ ورپولو.

مسکو اندیښنه لري چې د افغاسنتان په شمال کې زیاتیدونکې بې امنیتي به داعش دیته وهڅوي چې د مرکزي اسیا له لارې روسیې او چین ته ترهگري وغزوي.

د روسیې سفیر په مرکه وویل "په ځانگړې توگه موږ د افغاسنتان په شمالي ولایتونو کې د داعش له فعالیتونو اندیښنه لرو چې زموږ د مرکزي اسیا له وروڼو جمهوریتونو سره پولې لري"

ښاغلي دیدوف د رسنیو هغه رپوټونه بې بنسټه وبلل چې روسیه په جگړه کې د طالبانو سره مرسته کوي. هغه زیاته کړه چې مکسو په افغانستان کې د روغې جوړې د بهیر ملاتړ کوي او د افغانستان امنیت د روسیې په گټه دی.

څو اونۍ وړاندې مسکو دا تائید کړه چې د د طالبانو سره "محدودې سیاسي" اړیکې لري او دا کار ددې لپاره کوي چې طالبان د سولې بهیر ته وهڅوي. د افغانستان حکومت د روسیې پر دغه کار سختې نیوکې کړې وې او دا یې یو غیر مشروع عمل بلل و.

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر د کابل دا اندیښنه هم بې ځایه وبلله چې په دې درې اړخیزه غونډه کې افغانستان استازیتوب نلري. هغه د پاکستان له راډیو سره په مرکه کې وویل چې مسکو او کابل په نورو ډیرو داسي غونډو کې برخه لري چې په هغو کې بیا چین او پاکستان نه وي.

XS
SM
MD
LG