د لاس رسي وړ اتصالات

له امریکا او اسپانیا وروسته په روسیه کې په کرونا ډېر کسان اخته شوي


روسیه د امریکا د متحده ایالاتو او هسپانیا وروسته په نړۍ کې د کروناویروس د پیښو د زیاتوالي په وجه درېیم هیواد شو.

د دوشنبې په ورځ پدې هیواد کې ۶۱۶۹ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي چې پدې توګه پدې هیواد کې اوس ۲۲۱۳۴۴ کسان په کووید۱۹ اخته شوي دي. روسیه اوس د ایټالیا او بریتانیا څخه د کروناویروس زیاتې پیښې لري.

د امریکا متحده ایالات چې د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله په کې کروناویروس زیات خپور شوی د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د دوشنبې د ورځې می ۱۱ تر سهاره په کې ۱۳۲۹۷۹۹ کسان په کرونا اخته شوي او۷۹۵۲۸ کسان مړه شوي دي.

هسپانیا چې دوهم ځای لري په کې ۲۲۴۳۵۰ کسان او په بریتانیا کې ۲۲۰۴۴۹ کسان په کروناویروس اخته دي.

روسیه پداسې حال کې په نړیواله کچه د کروناویروس د خپریدو له درکه درېیم ځای نیسي چې ددې هیواد جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په هیواد کې د قرنطین وضعیت څیړي.

د روسیې د کروناویروس د غبرګون مرکز د رپوټ له مخې پدې هیواد کې تر اوسه ۲۰۰۹ کسان ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.

روسي چارواکي وایي د کروناویروس د پیښو د زیاتوالي د رپوټ علت د پراخو معایناتو ترسره کول دي چې په وینا یې تر اوسه یې ۵.۶ میلیونه کسان معاینه کړي دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې د ورځې می ۱۱ (غوایي ۲۲) تر سهاره په نړۍ کې ۴۱۲۳۳۷۶ کسان په کروناویروس اخته شوي چې ددې جملې ۲۸۳۳۰۵۵ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG