د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د ولسمشرۍ ټولټاکنې په خپله خلګ څاري


درې میاشتې وروسته له هغه نه چې په روسیې کې پارلماني ټولټاکنې وشوې او په کښي زیاته ټګي برګي شامله وه، په روسیې کې خلګ سبا د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د ټولټاکنو دپاره د رایو مرکزونو ته ځي. د تیرکال د ډیسمبر د میاشتې د پارلماني ټولټاکنو نه وروسته د خلګو زیاته غوصه د دې باعث شوه چې د روسیې خلګ ددغه هیواد د اتباو په توګه د روسیې د ټولټاکنو نه په خپله څارنه وکړي.

د روسیې د یوه پوهنتون په درسي صنف کې په قطار قطار زده کونکي د شنبې د ورځې په لمریز ماپښین باندي لیک لوست کوي.

دوي د پوهنتون محصلین نه دي بلکې د روسیې د دوو ساوو زرو هغو خلګو په استاځیتوب ۵۰ کسه دي چې داوطلبانه غواړي د روسیې د ولسمشرۍ ټولټاکنۍ وڅاري او وګوري چې په دغو ټولټاکنو کې خو به ټګي برګي نه کېږي.

دوي نه یواځي دلته لیکچر اخلي بلکې د یوې جوړې شوې ویډیو ننداره هم کوي چې د سیروب کاخچتریان له خوا جوړه شوې ده.

سیروب کاخچتران داسي وايي: ،،مونږ د هغو کسانو دپاره چې د څار دپاره داوطلب شوي دي د روزنې زمینه مساعده کړې چې دوي کولای شي په دې هکله بیلابیل معلومات ولولي. زمونږ لیکنې او مواد ډیر ساده او په آسانۍ سره د پوهیدو وړ دي.،،

انا بوګروا وايي چې د ډیسمبر په میاشت کې د پارلماني ټولټاکنو پرمهال ټګۍ برګۍ دا ودې ته وهڅول چې په دې اقدام باندي لاس پوری کړی.

هغه داسي وايي: ،،ما دا درک کړه چې په ټولټاکنو کې په پراخه پیمانه باندي تګي برګي شوې وه. وروسته مي په هکله زیاتې لیکنې ولوستې او په نتیجه کې مي دا دی نن د څار کار پیل کړی دی.،،

د اتباوو د څار په نامه د ډلې څخه ماتوې پیتوخوف روسي داوطلبان روزي چې په ټولټاکنو کې د رایې غلاګانې او دغه راز څو واري رای ورکونه تشخیص کړي. دغه راز هغه داوطلبانو ته د دې روزنه هم ورکوي چې د پولیسو سره څنګه پیش امد وکړي او د څارنوالانو سره حقوقي قضیې څه ډول درج کړي. ښاغلی ماتوې پیتخوف داسي وايي: ،،زمونږ هدف ډیر ساده دی هغه دا چي انتخابات هرڅومره چې کېږي باید عادلانه وي. په ماسکو کې ددغه کار کول آسانه دی ځکه دلته مونږ ډیر ناظرین لرو،،.

خو په روسیې کې د کارنیګي د څیړنیز مرکز څخه ماشا لیپمن بیا وايي چې د رایو څارونکي ښايي د رسویې غټو ښارونو ته محدود شي. هغه داسي وايي: ،،دا به ډیره ستونزمنه وي چې څار د هیواد په کچه وشي. په ماسکو کې به بدلون رامنځ ته کړي خو د ښارونو په پرتله ولایتونه او پرتې سیمې ډیر توپیر لري.،،

وروسته له هغه نه چې د ډیسبمر د میاشتې پر ټولټاکنو باندي نیوکه وشوه، صدراعظم ویلادمیر پوتین د نیم میلاردو ډالرو په لګښت د کمرو د نصب د سیسټم اعلان وکړ چې په لړ کې به یې د رایو په سل زرو مرکز ونو کې کمرې نصب شي.

خو دې اقدام د انتخاباتو روسي څارونکو ته قناعت ورنکړ. یو څارونکی داسی وايي: ،،زه لومړی ډیر خوشاله شوم چې بالاخره ښايي بدلون راشی خو وروسته خبر شوم چې دوي ثبت شوي ویډیوګانې خلګو ته نه ورښيي. دوي به ثبت وکړي خو ویډیوګانې به ایسته واچوي.،،

ځیني څارونکي وايي چې دوي اماده دي چې د شلو ساعتونو دپاره کښیني خو د ټولټاکنو څار به په خپله وکړي. د روسیې په پارلماني انتخاباتو کې د وال سټریت جورنال له خوا د اعلان شویو نتایجو له مخې د رایې ماهرینو نتیجه ګیري وکړه چې د رروسیې د ډیسمبر د میاشتې د ټولټاکنو په ۲۱ فیصدو رایو کې چې ۱۴ میلیونو رایو ته رسېږي، درغلي شوې ده.

XS
SM
MD
LG