سلگونه روسي موټروانان د مسکو د مرکزي برخې نه تاویږي را تاوییږي ، د صدراعظم پوتین نه غواړي چې پریږدي چې په روسیه کې په ازادانه ډول انتخابات وشي.
دغه موټرونه چه په سپینو پوکڼیواو فیتیو تزیین شویدي د کرملین ماڼۍ ته څیرمه د باغ نه دورې وهي.
دا ننی احتجاج په داسي وخت کې شویدي چې دوې اونۍ وروسته د جمهوري ریاست ټولټاکنې کیږي اوتوقع کیږي چې صدراعظم پوتین به یې وگټي.
ښاغلی پوتین د دوه زرم کال تر دوزه زره اواتم کال پوري ولسمشر و او د هغې نه وروسته لومړۍ وزیر شو. په تیرسپتبمر کې یې اعلان وکړ پلان لري چې د مارچ په څلورمه د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته بیا ځان کاندید کړي چې د اوسني ولسمشر میدویدوف ځای ونیسي.