د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو ناټو ته: د کالینینګراد د منزوي کولو هڅه به د اټومي وسلو د کارولو لامل شي

روسیې ناټو ته خبرداری ورکړی چې که د کالینینګراد سیمې د دغه هېواد له اصلي خاورې سره د اړیکو د پرې کولو هڅه وشي، مسکو ښايي د اټمي وسلو کارولو ته مخه کړي.

کالینینګراد د بالتیک سمندر پر غاړه د روسیې یوه جلا سیمه ده چې د دغه هېواد له اصلي خاورې شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره واټن لري او د ناټو د غړو پولنډ او لیتوانیا ترمنځ موقعیت لري.

رویټرز د چهارشنبې په ورځ، د سپټمبر ۳۰مه، راپور ورکړی چې مسکو دغه خبرداری ناټو ته په یوه غیررسمي ډیپلوماتیک سند کې ورکړی دی.

د راپور له مخې، په سند کې ویل شوي چې د کالینینګراد د «منزوي کولو» هر ډول هڅه ښايي له روسیې سره د مستقیمې جګړې او حتی د ناټو د غړو هېوادونو د تصمیم‌نیونې پر مرکزونو د بریدونو لامل شي.

ناټو د دغه سند ترلاسه کول تایید کړي، خو ویلي یې دي چې د دې ائتلاف فعالیتونه او پوځي تمرینونه د روسیې پر ضد ګواښ نه جوړوي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د روسیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ پوځي او سیاسي ترینګلتیا په وروستیو میاشتو کې زیاته شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG