د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د متحدو ایالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف وېټکاف د چهارشنبې په ورځ [اکټوبر ۲۱مه] د روسیې په دویم ستر ښار، سن پېټرزبرګ کې وکتل چې د مسکو او کییف ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو وغږېږي.
وېټکاف پوتین ته په خطاب کې وویل: "موږ ستاسو لپاره ځینې پاڼې راوړي دي چې ویې ګورئ." امریکايي استازي زیاته کړه: "دا په حقیقت کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د یو ډول تړون د بېلابېلو برخو په اړه ځینې نظرونه دي."
پوتین ته د امریکايي استازي لخوا د سپارل شوې طرحې جزئیات تراوسه خپاره شوي نه دي.
دا نهم ځل دی چې وېټکاف له پوتین سره مخامخ لیده کاته کوي. دا وار مسکو د ښه نیت د ښودلو لپاره د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه یو امریکايي وګړی چې څلور کاله پخوا زنداني شوی و، خوشې کړې دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د تروت شوشیل په ټولنیزې پاڼې کې ولیکل چې واشنګټن د سټیفن هوبارډ د خوشې کولو په بدل کې مسکو ته څه نه دي ورکړي او کومه تبادله هم نه ده شوې.
ټرمپ زیاته کړه: "سټیفن کور ته روان شوی. کور ته ښه راغلاست سټیفن"
د متحدو ایالتونو د ولسمشر استازي په داسې حال کې د روسیې د ولسمشر سره کتلي چې یوه ورځ وړاندې یې په اوسلو کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زېلنسکي، د فنلنډ او ناروې له مشرانو او د اروپا او ناټو له استازو سره وکتل. وېټکاف د روسیې ولسمشر ته وویل چې د اوسلو غونډه "رغنده "وه.
په همدې حال کې ولسمشر پوتین د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو پر لاپراختیا ټینګار وکړ ویې ویل چې غواړي له وېټکاف نه د ناروي د مذاکراتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
پوتین، وېټکاف ته وویل: "موږ خبر یو چې تاسو پرون په ناروې کې یوه غونډه درلوده او البته زه به د هغو خبرو د پایلو په اړه له تاسو واورم. زه غواړم له تاسو او ولسمشر ټرمپ څخه د اوکراین د بحران د حل کولو اړوند مسایلو ته ستاسو د پاملرنې له امله مننه وکړم."
پوتین دا هم وویل چې د ایران د مسلې په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د همکارۍ وړاندیز وکړ او ویې ویل چې روسیه له تهران سره اوږدې اړیکې لري.
زېلنسکي د چهارشنبې په ورځ د ناروې پارلمان ته ورغی او تمه یې وښودله چې د اوسلو تر مذاکرتو وروسته "په راتلونکي کې بریاليتوب" ترلاسه شي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې یو ځل بیا پر اوکراین غږ وکړ چې جګړه پاې ته ورسوي. ټرمپ وویل که زېلنسکي د جګړې ختمول ونه غواړي نو "یو ډېر بد څيز" به پېښ شي.
د سولې د ټینګښت او د جګړې د ختمولو د هڅو سره سره، د متحدو ایالتونو ولسمشر وایي چې روسیه به سمدستي ۳۰۰،۰۰۰ متریک ټنه ډيزل صادر کړي او دا لړۍ به د نومبر میاشتې نه وروسته هم دوام مومي. د روسیې ولسمشر د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ته ویلي چې په دوه-درې ورځو کې به د روسیې د ډیزل تېل مارکېت ته عرضه شي.
فورم \ دبحث خونه