د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال وایي اوکراین د مسکو پر لور څه باندې ۴۰۰ ډرونونه توغولي دي. دغه بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې روسیې په کیف او د اوکراین په نورو ښارونو په پرله پسې ډول په بالستیک توغندیو وویشتل.
د مسکو ښاروال، سرګي سوبیانین دوشنبه جولایی ۲۰ وویل چې د یکشنبې له ناوخته تر دوشنبې سهاره پورې اوکراین څه باندې ۴۰۰ بېپېلوټه الوتکې د روسیې د پلازمېنې پر لور استولې دي. د هغه په خبره، اکثره دغه الوتکې له مسکو څخه په لرې واټن کې نسکورې شوې او ۸۵ یې د مسکو په شاوخوا کې سیمو کې شنډې او له منځه وړل شوي.
په ورته وخت کې، د اوکراین د بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې د دوشنبې په ورځ د زاپوریژیا په سیمه کې د روسیې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۴۵ نور، چې اته ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د اوکراین بیړنیو خدمتونو همدارنګه ویلي چې د روسیې د شپنیو بریدونو له امله د کراماتورسک په ښار کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
هغه انځورونه چې د اوکراین بیړنیو خدمتونو خپاره کړي، د اوروژنې کارکوونکي ښيي چې د یوې لوړې استوګنیزې ودانۍ اور مړ کوي. د دغې ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې ژغورونکو پنځه هغه کسان وژغورل چې د ودانۍ تر نړېدلو وروسته د خاورو او کنډوالو لاندې بند پاتې وو.
اوکرایني چارواکو هم ویلي چې د یکشنبې په ورځ د روسیې د بالستیک توغندیو په بریدونو کې، چې کیف، کراماتورسک او د اوکراین نور ښارونه یې په نښه کړل، لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، روسیې تېره شپه پر اوکراین ۴۱ بالستیک او کروز توغندي او ۱۲۵ بېپېلوټه الوتکې توغولې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو متقابلو بریدونو دوام دا احتمال لا کم کړی چې داسې کومه موافقه وشي چې د روسیې له څلور کلن یرغل سره د پای ټکی کېږدي.
اوکراین داسې مهال د مسکو پر لور سلګونه بېپېلوټه الوتکې توغولي چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په کور دننه له اعتراضونو سره مخ دی. زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د هېواد د کورني سیاسي بحران د حل لپاره به مهمې خبرې اترې ترسره کړي. دغه بحران د تېرې اوونۍ د حکومتي جوړښت له بدلونونو وروسته رامنځته شوی دی
فورم \ دبحث خونه