د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: ترکیه دې د سوریې په ادلیب کې جگړه ودروي


د سوریې د ادلیب ښار یوه څنډه
د سوریې د ادلیب ښار یوه څنډه

د سوریې ادلیب ښار کې روانې جگړې د مسکو او انقرې ترمنځ اړیکې خړې کړې دي.

کرملین د جمعې په ورځ (می ٣١) وویل چې دا د ترکیې مسؤلیت دی چې د سوریې په ادلیب ښار کې پر ملکي وگړو او روسي اهدافو باندې د یاغیانو د بریدونو مخه ونیسي.

د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ترکیې او روسیې جمهورو رئیسانو تلیفوني خبرې وکړې. رجب طیب اردوغان د روسیې مشر ولادیمیر پوتین ته وویل، په ادلیب ښار کې اوربند غواړي چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې او ترکیې ته د نورو مهاجرو د ورتگ مخنیوی وشي.

د ښاغلي اردوغان دفتر په یوې اعلامیه کې وئیلي، ښاغلي اردوغان ولادیمیر پوتین ته ویلي دي چې د سوریې کشاله سیاسي حل ته اړتیا لري.

خو، کریملین د جمعې په ورځ (می ٣١) په ادلیب کې د اوربند کولو په اړوند د ښاغلي اردوغان غوښتنې ته کومه اعتنا نده کړې او ویلي یې دي چې لومړی باید یاغیان پدې ښار کې اوربند وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د ښاغلي اردوغان د اوربند غوښتنې په غبرگون کې خبریالانو ته وویل چې "مونږ واقعا په ادلیب کې اوربند ته اړتیا لرو، دا د تروریستانو کار دی چې پر ملکي وگړو او په هغو ځایونو باندې ډزې بندې کړي چې زمونږ سرتیري په کې اوسیږي".

د سوریې په ادلیب ښار کې جگړې او ددې ښار موقعیت د روسیې او ترکیې ترمنځ اړیکې خړې پړې کړې دي. روسیې او ترکیې د تیر کال په سپتمبر میاشت کې موافقه وکړه چې په ادلیب کې داسې یو غیر پوځي زون رامنځ ته شي چې د درندو وسلو او د جهادیانو څخه پاکه وي.

خو مسکو چې غواړي د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد له لاسه ورکړې سیمې بیرته ونیسي، په سیمه کې د تاوتریخوالي له پراخیدو شکایت کوي او وایي چې زیاتې سیمې د "نصره جبهې" د یاغیانو په لاس کې دي. روسیه بیا ترکیه پدې ملامتوي چې د تیرکال موافقې ته وفاداره نده.

روسیې یو ځل بیا په ډاگه کړې چې د ترکیې د اعتراض سربیره به د ادلیب په ښار کې د سوریې د حکومت د عملیاتو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG