د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د امریکا سره د سړې جګړې د وخت د دپلوماتانو له تړون وځي


په مسکو کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت ودانۍ
په مسکو کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت ودانۍ

روسیه پلان لري د امریکا د متحده ایالاتو سره د دپلوماتانو د آزاد تګ راتګ په هکله د لاس لیک شوي تړون نه ووځي.

د تفاهم دا تړون په ۱۹۹۲ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د ړنګیدو نه وروسته لاسلیک شوی و. د تړون له مخې د دواړو هیوادونو دپلوماتانو اجازه درلوده چې د اجازې پرته تګ راتګ وکاندي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګې ریابکوف ویلي چې حکومت به ډیر ژر ددې تړون نه د وتلو اعلان وکړي. د تاس خبري اژانس د ښاغلي ریابکوف له قوله لیکلي، "د آزادو ځمکو د تفاهم نه د روسیې د وتلو په هکله د حکومت امر راتلونکی دی."

د روسیي د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف هم د اپریل په میاشت کې د دې تړون نه د وتلو خبره کړې وه. لاوروف ویلي و چې دا کار د هغه اقدام په غبرګون کې کوي چې واشنګټن ۱۰ روسي دپلوماتان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د لاس وهنې او نورو ورانکاریو په شک د امریکا نه وایستل.

دا لومړي ځل ندی چې د روسیې او لویدیځو هیوادونو د اړیکو د خرابیدو خبر راځي. په روسیه کې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سیاسي مخالف الکسي نوالني بندي کیدنه، د اوکراین سره نږدې د روسیې د پوځونو تحرکات، د روسیې لخوا کمپیوټري غلا یا هک کول او نور هغه موضوعات دي چې د روسیې او غربي هیوادونو اړیکې یې خړې پړې کړي.

روسیه پداسې حال کې د امریکا سره د دپلوماتانو د آزاد تګ راتګ د تړون نه د وتلو خبره کوي چې ټاکل شوې جمهور رئیس جو بایډن د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره په روانه میاشت کې په ژنیو کې د مشرانو په یوې غونډې کې وګوري.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ښاغلی پوتین تیار دی ښاغلي بایډن سره د بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وکړي.

د امریکا جمهور رئیس بایډن هم تیره اوونۍ ویلي و چې "تر دوو راتلونکو اونیو پورې په ژنیو کې د جمهور رئیس پوتین سره ګورم، څرګنده ده چې وایم مونږ به څارونکي نه اوسو او هغه ته به اجازه ورنکړو چې د بشري حقونو نه ناوړه استفاده وکړي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۹) خبریالانو ته وویل چې روسیه به د هیځ موضوع په اړه په بحث کې کمه رانشي او په وینا یې ښاغلی پوتین به د جمهور رئیس بایډن سره په کتنه کې د جنورۍ د شپږمې نیټې د امریکا د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د پلویانو د مظاهرو په هکله هم خبرې وکړي

XS
SM
MD
LG