د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو : د روسیې او اوکراین جګړه په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د روسیې او اوکراین جګړه په تپه ولاړ حالت کې ده او د خبرو اترو له لارې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره په نږدې راتلونکي کې هېڅ څرګند امکان نه لیدل کېږي.

روبیو د پنجشنبې په ورځ وویل، اوس مهال د ډیپلوماټیک پرمختګ هېڅ نښې نه لیدل کېږي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف هم د هغه له ارزونې سره موافقه وکړه او ویې ویل چې مسکو هم باور لري چې جګړه په تپه ولاړ حالت ته رسېدلې.

پسکوف وویل، ډیپلوماټان باید د سولې پر لور د تګ لارې چارې ومومي. هغه زیاته کړه چې روسیه د یوې هر اړخیزې حل‌لارې غوښتونکې ده، څو داسې هوکړه ترلاسه شي چې دوامداره سوله تضمین کړي.

خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا ارزونه رد کړه او ویې ویل چې جګړه له ډیپلوماټیک پلوه په نپه نده دریدلی. هغه له واشنګټن څخه وغوښتل چې پر مسکو اقتصادي فشارونه زیات کړي.

په همدې حال کې، د اوکرایني چارواکو په وینا، د جمعې سهار د روسیې په بریدونو کې د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د زاپوریژیا سیمې د پوځي ادارې مشر میخایلو سمیکین ویلي، چې په دغو بریدونو کې د استوګنې سیمې په نښه شوې دي او د ټپیانو په ډله کې یو ماشوم هم شامل دی.

اوکرایني چارواکو همدارنګه ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې د روسیې په بمباریو کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو هڅو په ترڅ کې، سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته تایید کړه چې د سولې په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف، او د هغه زوم او سلاکار جېرډ کوشنر به د میامي په ښار کې د اوکراین له یوه پلاوي سره وګوري.

تمه ده چې په دغو خبرو کې پر هغه څه بحث وشي چې سپینې ماڼۍ «نوې او واحده طرحه» بللې ده.

زیلینسکي خبرداری هم ورکړی چې د ژمي په رانږدې کېدو سره ښايي روسیه خپل ورځني بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د اوکراین حیاتي بنسټونو او مهمو زیربناوو ته نور زیانونه هم اوښتی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG