د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو دوامداره ملاتړ سوریه کې جنګ اوږد کړی- متیس


د مسکو دوامداره ملاتړ په سوریه کې جنګ اوږد کړی- متیس
د مسکو دوامداره ملاتړ په سوریه کې جنګ اوږد کړی- متیس

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس د سوریې په کورنۍ جګړه کې د روسیې پر رول سخته نیوکه کړې ده.

متیس د سه شنبې په ورځ (اګست ۲۸) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د بشارالاسد له رژیم څخه د مسکو د دوامدار ملاتړ له وجې په سوریه کې روانه جګړه اوږده شوې ده.

د سوریې له کورنۍ جګړې اوه کاله تېر شول خو د ختمېدو څرکې يې نه شته.

متېس وایې چې د امریکا هدف دادی "د سوریې کورنۍ جګړه د ژنیف بهیر ته سیخ کړو څو د سوریې خلک یو نوی حکومت جوړ کړی چې مشر یې اسد نه وي."

د ژنیف د سولې بهیر تراوسه د سولې په راوستلو او د نوي حکومت د جوړولو په کار کې ناکام دی.

که له یوې خوا د سوریې په لویدیځ کې یاغیان د روسیې او ایران له ملاتړ څخه د برخوردارو سوریايي پوځیانو پر ضد جګړه کوي، له بلې خوا متحده ایالتونه د هېواد په ختیځ کې له هغو محلي وسله والو څخه ملاتړ کوي چې د داعش پر ضد مبارزه کوي.

که څه هم چې داعش اوس د سوریې په ډیرو محدودو سیمو کې حضور لري خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په پیل کې وویل چې حکومت یې د سوریې له خاورې څه د امریکايي پوځیانو پر ویستلو "جدي فکر" کوي.

ماتېس: د سوریې ولس داسې حکومت جوړ کړي چې مشر یې اسد نه وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

د امریکا د دفاع وزیر وایې چې په سوریه کې یې د پوځیانو ماموریت ختم شوی نه دی بلکه امریکایان باید د محلي پوځیانو روزلو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG