د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سندرغاړي د هند په هنري فسټیوال کې


Radio telescope antennas of the ALMA (Atacama Large Millimeter/submillimeter Array) project, in the Atacama desert, some 1500 km north of Santiago, Chile. The ALMA, an international partnership project of Europe, North America and East Asia with the cooperation of Chile, is presently the largest astronomical project in the world.
Radio telescope antennas of the ALMA (Atacama Large Millimeter/submillimeter Array) project, in the Atacama desert, some 1500 km north of Santiago, Chile. The ALMA, an international partnership project of Europe, North America and East Asia with the cooperation of Chile, is presently the largest astronomical project in the world.

د سارک اتو غړو هيوادونو د بېلابېلو سيمو ولسي سندغاړو د فولکلور په فستيوال کې سندريز پروګرامونه تر سره کړل.

د فولکلور دغه سندريز فستيوال چې د سارک هېوادونو په ګډون د هندوستان د پنجاب ايالت د چنديګړ ښار د ټاګور په تياتر تالار کې د سارک د ليکوالو او ادبياتو د بنسټ له خوا جوړ شوى و، د بېلابېلو سيمو سندغاړو په کې خپلې ولسي سندرې اونڅاوې وړاندې کړلې.

انځورونه دلته وگورئ >>>

د دوی غوښته چې په دغوپرګرامونو سره ولسي موسېقي ژوندۍ وساتي اوهم په سيمه کې يوتربله دراشې درشې لپاره ور پرانزي.

دوی د خپلوځانګړوالوسره سندرې ويلې اوهم يې ورته خپله ملې اومحلي نڅاه کوله.

په دغه سندريز پروګرام کې چې درې ورځې به دوام ولري دبېلابېلوهېوادونو وتليوسندرغاړو برخه اخستې.

په سندرغاړواونڅاه کوونکيوکې د ښځو برخه درنه وه.

خويوازينى هېواد افغانستان وچې په دغه پرو

رام يې ښځينه ولسي سندغاړې يې نه لرله.

د لومړې شپې سندرې د ماښام په شپږو بجو پيل اودشپې ترلس بجويې دوام وموند.

ددغې شپې د سندريزپروګرآم پرسټېج داسې بلبلې ګډې شوې اودخپلومحلي نڅاوپه خولوکې ډوبې شوې چې د تالارګډونوال ورته په چکوستړې شول.

په دغو نڅاه کوونکيوکې داسې نارينه اوښځينه ووبرخه اخستې وه چې له کاله نه په سيالې راغلي وو.

دوی خپلې سيمه ييزې جامې پرتن کړې وې چې له همدغوجامويې هم خپل هېواد راپېژانده.

بل دهريوه هېواد سندرغاړې د خپل سازله الو سره سندرې ويلې دوي پردې داهم ښوده چې ددوي دهېواد دسندروالې کومې دي.

دوی به له سندروسره سره پرسټېج لکه لاټوتاوېدلې.يوه ډله چې دپنجاب دسيمې وه اوږدې څڼې يې پرېښې وې همدا څڼې يې د لويو لويو ډولونو درمباري ته نڅولې دوړوانجونو نڅا اويودبل پر خېټواو وليو درېدواو بيا خلاص خلاص لاسونو غورځولو بیله ننداره او راښکون لاره.

د افغانستان نامتو ولسي سندرغاړيو سلام لوګري او هزاره سندرغاړي صفدر توکلي سندرودنندارچيانوپاملرنه لا ځانته راواړوله درباب جادوګرغږ د تالارګډونوال يو دم ست کړل درباب دتارونودغه تښنونکې ګوتې د ظريف وې چې دافغاني نغمو په غږولويې ټول تالار مست کړنندارچيانود دوی سندرې دلاسونو په پړکولودومره ستړي کړل چې دهرنندارچې په خوله کې يې دافغاني موسېقۍ نوم راوټوکاوه.

سلام لوګري خپله دېرش کلنه سندره په هماغه زاړه کمپوزکې دلوګرۍ نغمې په غږولوکې وړاندې کړه.

د پښتوموسېقۍ پوهان لوګري موسېقي اصيله افغاني موسېقي بولي چې د چا تر اغېزلاندې نه ده.

سلام لوګري دغه سندره دافغانستان په راډيوتلوېزون کې څولسيزې وړاندې ثبت کړې وه اوس دغه سندرغاړى په هغه پخوانۍ شيمه اوبڼه کې نه و خوغږ يې لا هم خواږه لرل.

XS
SM
MD
LG