د لاس رسي وړ اتصالات

د سارک په غونډه کې د سیمه اییزو همکاریو نوي وړاندیزونه


په نیپال کې د سارک کلنۍ ۱۸ غونډه نن رسمآ پرانستل شوه
په نیپال کې د سارک کلنۍ ۱۸ غونډه نن رسمآ پرانستل شوه

د جنوبي اسیا د اقتصادي همکاریو ټولنې سارک د غړو هېوادونو مشرانو غونډې ته ویناوې وکړې او په سیمه کې یې د هېوادونو ترمنځ د لا همکارۍ د پاره بېلا بېل وړاندیزونه درلودل.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غنی په نننۍ غونډه کې، تر وینا وروسته، د افغان رسنیو د یو شمیر استازو سره وکتل او د دوی ځینې پوښتنې یې ځواب کړې.

د امریکا غږ خبریال جلال میرزاد چې د دغو ژورنالستانو په ډله کې و، وایي، جمهور رئیس وویل چې غونډې ته یې مشخص وړاندیزونه له ځانه راوړي چې په کې زیاتره د اقتصادي چارو رغوونکې پروژې شاملې دي.

داسې پروژې چې په سیمه کې هېوادونه سره نښلوي لکه په افغانستان کې د برېښنا د بند جوړول او د قزاقستان څخه د گازو د نل لیکې غزول چې پاکستان او هند هم ترې گټه واخلي. هغه له فقر څخه د سیمې د هېوادونو د خلاصون دپاره تر ټولو مهمه مسله د همدې خپل منځي اقتصادي پروژو تاسیس او وده وبلله.

افغانستان او هند د خپل منځي اړیکو د لا پراختیا هڅي جاري ساتي
افغانستان او هند د خپل منځي اړیکو د لا پراختیا هڅي جاري ساتي

د افغانستان جمهور رئیس نن چهارشنبه د نومبر ۲۶ د سارک د غونډې په څنډه کې د بوتان او مالدیف ولسمشرانو او د هند د صدراعظم سره په جلا توگه مخامخ خبرې وکړې.

ښاغلي مودي، ښاغلي غني ته بلنه ورکړه چې هند ته سفر وکړي چې دوی پر لا نورو دوه اړخیزو، پراخو اړیکو باندې غور وکړي.

په نیپال کې د جنوبي اسیا د هېوادونو د سیمه اییزو همکاریو د ټولنې د کلنۍ غونډې گډونوالو مشرانو ته د افغانستان نوي جمهور رئیس محمد اشرف غني، د وینا په ترڅ کې وویل "موږ به په خپله خاوره کې د لاسپوڅو جنگ ته اجازه ورنکړو او د لویو ځواکمنو د لاس اله به ونه گرځو. "

د افغانستان جمهور رئیس د سیمې د ثبات دپاره د حکومت د وړتیا پرارزښت ټینگار وکړ.

هغه په سیمه کې گواښونو ته داسې اشاره وکړه " گواښونه اوس زمونږ د ورځني ژوند برخه گرځيدلې ده او ملي امنیت ته دا گواښ د ترهگرو شبکو له خوا متوجه دی. نو له دې کبله د خلکو دپاره د غوره ژوند زمینه هم په حکومت کې د هغوی پر مشرانو، اقتصادي او مدني ټولنې پر وړتیا پورې اړه لري چې له دې لارې یې سیمه اییز او نړیوال چاپېریال هم د همکارۍ او گډ زیار په لور تشکل ومومي. همدا ده چې د مشرتابه دا ازموینه د لوبې په میدان کې د لوبې قاعده د تضاد او مخامخېدو پر ځای د همکارۍ په لور ور بدلولی شي. "

سږ کال افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو سره جنگ ته یوازې پاتې دي. دا په یو دپاسه دوه زرم کې د تندلارو طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته د امنیت د ټینگښت دپاره د دوی لومړنۍ ازموینه ده.

جمهور رئیس غني په افغانستان کې د والیبال د ورزشی لوبې پر مهال انتحاري بمي برید ته اشاره وکړه چې په کې د ۶۰ څخه زیات کسان ووژل شول.

هغه زیاته کړه " ادارې، شبکې او دولتونه مونږ ته د یو ځای کېدو او یوه له بله سره د نژدې همکارۍ زمینه برابروي اوهمدا ده چې فعال دولتونه مشروع شرکتونو ته په غوره شبکو کې د ودې لاره هواروي. د دولت سقوط یا ناکامي په هماغه هېواد او یا ټولنه کې داسې فضا پېدا کوی چی د ترهگرۍ ملاتړو شبکو ته د لا ودې لاره هواروي."

طالبانو او جهادي ترهگرو په افغانستان کې، سږ کال چې بهرني ځواکونه د ۱۳ کلونو جنگ نه وروسته د وتلو په حال کې دي، انتحاري او نور بریدونه زیات کړي دي.

بل کال ته به په افغانستان کې ښایي ۱۲۰۰۰ سرتیري پاتې شي چی د افغانستان ځواکونه ورزوی او ملاتړ یې وکړي .

د سارک ددې ځل په کلنۍ غونده کې د اتو گډون کونکو هیوادونو دپاره چې د دوه ورځنیو خبرو په ترڅ کې سره را ټول شوي، د اجندا په سر کې د خبرو تر ټولو مهمه موضؤع د قوتونو ېوځای کول او گډه همکاري ده.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف په سیمه کې د سولې غږ وکړ " سیمې دپاره زما لید لوری دا دی چې جنوبی آسیا د جنجالونو نه آزاده واوسي؛ د یو بل سره د جنگ پرځای مونږ په گډه د بی وزلۍ، بی سوادۍ ، مرضؤنو، سو تغذئ او بی کارۍ پر ضد جگړې ته ودریږو. مونږ به پخپلو ځوانانو سرمایه گذاری وکړو او دهغوی نوښتونو، استعدادونو او پانگې اچونی ته به لاره هواره کړو. مونږ پر یوه بل باندی اعتبار ته اړتیا لرو او ددې ډاډ لا ټینگښت اړین گڼل کیږي تر څو وکړای شو خپلی ستونزې پخپله حل کړو."

د هند او پاکستان تر منځ د سولې او پخلاینې خبرې وروسته له هغه په ټپه وردیدې چې ښاغلي شریف خبریالانو ته وویل چې اوس نور د سولې مسولیت د هند په غاړه دی، خو هند وایي چې پاکستان باید د معنی نه ډک دیالوگ ته متعهد اوسي. هغه په غونډه کې د وینا په ترڅ کې وویل

«یو بریالی او سوکاله سارک د یوې خوندی جنوبي آسیا یو قوی بنسټ او بنیاد ته اړتیا لري. که مونږ د یوه بل د امن په برخه کې حساس یو او د خلکو د ژوندانه پروا کوو نو باید د ملگرتوب رېښې لا ژورې وغزوو همکاریو ته پراختیا ورکړو او په سیمه کې امنیت ته پام و کړو.»

له جغرافیایی نظره ددې ټولنې حدود ندي ټاکل شوي چې ل همدې کبله افغانستان هم په دوه زره اوم کې ددې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړ پداسې حال کې چې برما چې د هند او بنگله دیش سره گډه پوله لري د مشاهدې دنده په غاړه اخلي.

ځینی پدې نظر دی چې د هند او پاکستان ترمنځ، نه ورکیدونکې او نه هم کمیدونکې د ښمنۍ، په سیمه کې د پراخې همکارۍ پر لارې باندې او دهغې اجندا سره په تضآد خنډونه ولاړ کړي دي چې دا ټولنه یې پر بنسټ جوړه شوې ده چې هغه د سیمې د هیوادونو ترمنځ همکاري ده.

د سارک ددې ځل په کلنۍ غونده کې د اتو گدون کونکو هیوادونو دپاره چې د دوه ورځنیو خبرو په ترڅ کې سره را ټول شوي دي اد یو ځای کیدو روحیه د اجندا په سر کې د خبرو تر ټولو مهمه موضؤع گڼل کیږي.

ټاکل شوې ده چې دا ځل د دې ټولنې غړي هیوادونه په سیمه کې د سولې او ثبات د لا ټینگښت او پراختیا په موخه یو شمیر موافقې لاسلیک کړی.

XS
SM
MD
LG