د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې بحران؛ پنټاګون له نړیوالو کوښښونو نه ملاتړ کوي


د امریکا د دفاع وزارت "پنټاګون" ودانۍ
د امریکا د دفاع وزارت "پنټاګون" ودانۍ

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویلي چې په سوریې کې د روان بحران د اوارولو لپاره له هر دول نړیوالو کوښښونو څخه ملاتړ کوي.

پنټاګون په یوې اعلامیې کې لیکلي: "ټولو هغو نړیوالو کوښښونو ته ښه راغلاست وایو چې تاوتریخوالی کموي، د سوریې هغو سیمو ته چې خلک ضرورت لري د بشري مرستو د رسیدو زمینه برابروي او بلاخره په سوریې کې د روان بحران لپاره سیاسي حل لاره مومي."

تیره اونۍ د سوریې د شخړو په اړه د قزاقستان په غونډه کې د سوریې، ترکیې او ایران استازو پر یو یاداشت لاسلیک وکړ چې پر اساس یې سوریې کې د خلکو د میشت کولو لپاره "امن سیمې" جوړیږي.

په سوریې کې د امنو سیمو د جوړولو موافقه پرون د شپې ناوخته عملې شوه. پر دغو سیمو امریکايي الوتکې اجازه نه لري الوتنه وکړي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان تیره اونۍ روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل سیال، ویلادمير پوتین سره موافقه وکړه چې په سوریې کې امنې سیمې جوړې کړي.

روسیه، ایران او ترکیه په قوت د سوریې په کشالې کې شامل هېوادونه دي. انقره د اپوزیسیون له یو شمېر ډلو څخه ملاتړ کوي او مسکو او تهران بیا د بشارالاسد د رژیم دوامداره ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG