د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: د کوچیانو زورونکي به قانون ته وسپارل شي


د جمهوري ریاست لومړی مرستیال

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د پنجشیر ولایت امنیه قوماندان ته یې په دغه ولایت کې د کوچیانو زورونکو کسانو د نیولو هدایت کړی.

له تیرې ورځې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې د «حمید خراساني» په نوم یو غیر مسؤل وسله وال کس پنجشیر ولایت ته د کوچیانو د رمې داخلېدو مخه نیسي.

ښاغلي صالح زیاته کړې: "لار نیوونکي اوباشان به د قانون منګلو ته وسپارل شي. اندېښنه مه کوئ. سلګونه کلونه کیږي د پنجشیر خلک له کوچیانو سره نیکې اقتصادي اړیکې لري، د پنجشیر امنیه قوماندان ته مي هدایت کړئ چې هر څومره ژر وي د هغو اوباشانو په اړه چې کوچیانو ته یې ګواښ کړی د خپلو قانوني اقداماتو په اړه ډاډ راکړي."

امرالله صالح نن سې شنبه مۍ ۱۸ (غوايي ۲۸) ویلي چې د پنجشیر امنیه قوماندان ورته ویلي چې د کوچیانو هیڅ کاروان نه دی راګرځول شوی. او زیاته کړې ده چې خپره شوې ویډیو د توجه جلبولو لپاره جعلي ده.

حمید خراساني چې د یوې غیر مسؤلې وسله والې ډلې مشري کوي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یې یو لوی «مجرم» بولي.

هغه تیر کال په کابل کې د افغان ځانکړو پولیسو لخوا ونیول شو، خو تر څه مودې بند تیرولو وروسته بیرته خوشي شو.

د کورنیو چارو وزارت د نوموړي تر نیولو وروسته وویل چې هغه په وسله والو غلاو، له سوداګرو او دوکاندارانو څخه په باج اخیستلو، د ملي بیرغ په سوځولو او ملي امنیتي ځواکونو ته په سپکو سپورو ویلو تورن دی.

هر کال د پسرلي په شپو ورځو کې د افغانستان کوچیان د پنجشر ولایت له لارې څخه بغلان، بدخشان. لغمان او ځینو نورو ولایتونو ته سفرونه کوي.

XS
SM
MD
LG