د لاس رسي وړ اتصالات

برني سنډرز د نیو همشیر مقدماتي انتخابات وګټل


د امریکا د متحده ایالتونو په نیوهمشیر ایالت کې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست مقدماتي انتخابات د برني سنډرز په بریا سره پای ته ورسیدل.

سنډرز وکړای شول د نیوهمشیر په ټاکنو کې خپل دیموکرات سیال پیت بوتیجیج ته په یوې سخته سیالۍ کې ماته ورکړي

ښاغلی سنډرز د سه شنبې ناوخته د نیو همشیر په منچستر ښار کې د خپلو سلګونو مینه والو ترمنځ‌ راڅرګند شو او دا بریا یې د هغو زرګونو کسانو د هڅه پایله وبلله چې په سړه او واورینه هوا کې یې هلې ځلې کړي‌ دي.

برني سنډرز چې په ۲۰۱۶ کال کې هم د نیوهمشیر ټاکنې ګټلي‌وې د خپلو سلګونو مینه والو ترمنځ‌ وویل " د نن ورځې بریا د ټرمپ د حکومت پای دی. "

په دې ټاکنو کې پیت بوتیجیج دویم او میرمن ایمي‌کلوبچار دریم مقام ترلاسه کړ.

د امریکا د جمهوري ریاست پخواني‌ مرستیال جو بایډن د ایوا له ټاکنو وروسته یو ځل بیا د نیو همشیر په ټاکنو کې د خپلو سیالانو په پرتله کمې رایې ترلاسه کړې .

خو نوموړی له نیوهمشیر وروسته جنوبي کارولینا ته ولاړ او په یوې غونډه کې یې خپلو مینه والو ته وویل چې " زموږ کار پای ته ندی رسیدلی او د کار پیل دی. "

د دیموکراتانو ترمنځ راتلونکې مقدماتي‌ انتخابات د فبروري‌ په ۲۲ په نووادا او د همدې میاشتې په ۲۹ په جنوبي‌ کارولینا کې ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG