د لاس رسي وړ اتصالات

د سره پل په ولایت کې سیلاب بیا لوی تلفات اړولي


افغان چارواکي وايي چې ددغه هېواد په شمال کې د سېلاب د راتګ له امله لږ تر لږه ۱۹کسه وژل شوي دي مسولین وايي چې د شنبې د ورځې راهیسي چې سیلاب راغلی دی، تر اوسه پوري ۵۰ کسه لادرکه دي. ولایتي چارواکي وايي چې د سیلاب اوبو د ۱۰۰۰ شاوخوا کورنه ویجار کړي دي او لږ تر لږه ۶ زرو خلګ پورته سیمو ته کډه شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې ناټو وايي چې دوه تنه عسکر یې د یاغیانو په برید کې وژل شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې افغان چارواکو خبر ورکړی دی چې ددغه هېواد په جنوب کې د پولیسو په یوې پوستې باندي ځانمرګه برید شوی دی.

ناټو د وژل شویو عسکرو د هویت او د پښې په هکله نورو جزیات نه دي خپاره کړي. دا لا نه ده معلومه چې دواړه پېښې تړاو سره لري که نه؟

افغان چارواکي وايي چې ځانمرګه برید نن ماپښین د ارزګان په ولایت کې شوی دی.

XS
SM
MD
LG