د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان وایي سږکال د ټکنالوژۍ په مرسته د حج مراسم اسان شوي


د سعودي عربستان چارواکي وايي د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ او روباټونو په مرسته یې سږ کال د حاجیانو دپاره اسانتیاوې رامینځته کړي دي.

د سعودي د اسلامي چارو او ارشاد وزیر عبداللطیف الشیخ د شنبې په ورځ د مکې په ښار کې وویل چې د ټکنالوژۍ په مرسته د حج مراسم اسان شوي دي. هغه زیاته کړه: " موږ په ټولو برخو کې، که هغه انساني او یا ټکنالوژیکې سرچینې وي، هڅه کوو. د کمپیوټر او ځیرکو وسایلو په کارولو سره موږ مراسم ساده کوو. داسې روباټونه ګمارل شوي چې د اسلام په اړه د زیارت کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وایي."

عبداللطیف الشیخ وویل چې د حاجیانو د پوښتنو ځوابولو دپاره یې په ۷۰ ژبو کې د تلیفون ۲۰۰ شمارې فعالې کړي دي. همدارنګه، بېلابېلو سیمو ته د حاجیانو د انتقالولو لپاره د برېښنايي ریل ګاډي فعالیت پیل شوی دی.

د سعودي د ریل ګاډو ادارې د عامه اړیکو مسؤل خالد الفرحان وايي، د مقدسو ځایونو ریل ګاډی ټول برېښنايي دي او په چاپیریال کې مضر ګاز نه تولیدوي. د هغه په خبره: "په هر اورګاډي کې درې زره کسان سپرېدلای شي او دا سیستم په هر ساعت کې د ۷۲ زرو کسانو د لېږدولو ظرفیت لري."

د الفرحان د وینا پر بنسټ، ټاکل شوې چې دغه ریل ګاډي د حج د روانو مراسمو په ترڅ کې له پنځو تمځایونو څخه د نږدې دوه میلیونه خلکو په لېږد کې مرسته وکړي.

د ۹۱۱ تلیفوني خدماتو په امنیتي مرکز کې د سعودي امنیتي چارواکو ټول مقدس ځایونو تر څار لاندې نیولي او په کعبه کې امنیتي کمرې او نور پرمخللي د څار سیسټمونه لګول شوي دي.

د سعودي د حج د امنیتي کمېټې مشر جنرال محمد الباسمي وايي، د کرونا له وبا وروسته دوی د حج درې مختلف پړاونه تېر کړي دي. هغه زیاتوي: "سږکال موږ بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي یو. موږ منو چې تېرو دریو دورو زموږ تجربه زیاته کړې او موږ سږنیو مراسمو ته چمتو یو."

سږکال څه باندې دوه میلیونه خلک حج ته تللي دي. د کرونا وبا د قیوداتو له پای ته رسېدو وروسته دا تر ټولو لوی شمېر زیارت کوونکي دي چې د حج د ادا کولو دپاره تللي دي.

XS
SM
MD
LG