د لاس رسي وړ اتصالات

"بیت المقدس مسلمانانو ته سره لیکه ده" - ترکیه


اسرائیل بیت المقدس خپل پایتخت گڼي او فلسطین غواړي ددې ښار ختیځه څنډه یې د راتلونکي دولت پلازمینه شي
اسرائیل بیت المقدس خپل پایتخت گڼي او فلسطین غواړي ددې ښار ختیځه څنډه یې د راتلونکي دولت پلازمینه شي

ترکیې د سه شنبې په ورځ وویل، که جمهور رئیس دونالد ټرمپ بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه وپیژني، ترکیه به د اسرائیل سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وشلوي.

د ترکیې جمهور رئیس طیب اردوغان په پارلمان کې د خپل واکمن گوند استازو ته په وینا کې جمهور رئیس ټرمپ ته په خطاب وویل "ښاغلی ټرمپ، بیت المقدس د مسلمانانو لپاره سره لیکه ده".

ښاغلي اردوغان زیاته کړه "دا کار به د اسرائیل سره د ترکیې پر اړیکو اثر وکړي. زه متحده ایالاتو ته خبرداری ورکوم چې ددې کار نه ډډه وکړي. دا کار به په سیمه کې ستونزې لا ژورې کړي".

هغه وویل د اسرائیل په ملاتړ تصمیم نیول، "نه یواځې د نړیوالو قوانینو نقض کول ندي بلکه د بشریت پر وجدان باندې شدیده ضربه ده".

ښاغلي اردوغان ټینگار وکړ چې هغه به د اسلامي همکاریو د سازمان د هیوادونو یوه غونډه جوړه کړي چې د پایتخت په توگه د بیت المقدس د رسمي پیژندولو په هکله د هر ډول اقدام سره مخالفت وکړي.

له بلې خوا سعودي عربستان هیله څرگنده کړې چې د امریکا متحده ایالات به بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه ونه پیژني. سعودي خبرداری ورکړی چې که امریکا بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توگه وپیژڼی دا کار به جدي عواقب ولري.

د سعودي عربستان خبري اژانس د هغه هیواد په بهرنیو چارو وزارت کې د یوې رسمي منبع په حواله چې نوم یې نه دی ذکر شوی ویلي دي چې "په رسمیت پیژندنه به جدي پایلې ولري او دا کار به د مسلمانانو د احساساتو لپاره لمسونکی وي".

د سعودي عربستان په اعلامیه کې راغلي دي چې "د امریکا حکومت باید ددې کار منفي عواقب په پام کې ونیسي او د عربستان پاچاهي دولت هیله لري چې دا ډول تصمیم ونه نیول شي ځکه دا کار به د فلسطین د موضوع د حل لپاره د امریکا په هڅو اثر واچوي".

د دوشنبې په ورځ په واشنگټن کې د سعودي عربستان سفیر شهزاده خالد بن سلمان ویلي وو چې د اسرائیل او فلسطین د لانجې د وروستي حل دمخه د بیت المقدس د وضعیت په اړه د امریکا هر ډول اعلان به د سولې پروسې ته تاوان ورسوي او په سیمه کې به تاوتریخوالی زیات کړي.

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ زوم او د منځني ختیځ د سولې لپاره د هغه استازي جرد کوشنر د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې ښاغلی ټرمپ پدې فکر کوي چې آیا بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توگه وپیژني که نه، خو تر اوسه یې په دې هکله تصمیم ندی اعلان کړی.

د امریکا د حکومت یو لوړپوړي چارواکي تیره اونۍ ویلي وو ښایي چې ښاغلی ټرمپ به په دې اړه د چهارشنبې په ورځ تصمیم ونیسي.

د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو تر اوسه د ښاغلي ټرمپ د تصمیم په اړه له تبصرې ډډه کړې ده. خو د اسرائیل د استخباراتو او ترانسپورت وزیر د ترکیې خبرداری رد کړی او د بیت المقس په اړه یې د اسرائیل په موقف ټینگار کړی دی.

بیت المقدس

بیت المقدس د پیړیو راهیسې د دریو آسماني ادیانو مسیحیت، یهودیت او اسلام د پیروانو لپاره یو سپیڅلی مکان دی.

اسرائیل د بیت المقدس ښار ختیځ په ١٩٦٧ کې د منځني ختیځ په جگړه کې ونیو او وروسته یې ټول ښار د خپل پایتخت په توگه ونوماوه.

اسرائیل بیت المقدس د خپل پایتخت په توگه پیژني. فلسطین غواړي چې ددې ښار ختیځه څنډه یې د هغوی د راتلونکي دولت پلازمینه شي. د لسیزو راهیسې د امریکا پالیسي داده چې په هکله تر هغه پورې تصمیم ونیسي تر څو چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د بیت المقدس د مقام او د خپل منځي شخړې په اړه پریکړه نه وي شوې.

XS
SM
MD
LG