سعودي عربستان د امریکا په شمالي کرولینا ایالت کې د دریو مسلمانو زده کوونکو وژنه په کلکه وغندله، هغه یې " ټکان ورکوونکی ترهګریز" عمل وباله او د مسلمانانو پر ضد یې د پاروونکو اقداماتو د ختمولو غږ وکړ.
په هغې اعلامیې کې چې د یکشنبې په ورځ د سعودي رسمي خبري اژانس خپره کړه، همدغه راز په ډنمارک کې وروستۍ امنیتي پېښې ترهګریز اعمال بل شوي او غندل شوي دي.
د اې پي خبري آژانس په حواله د یکشنبې په ورځ د سعودي په ګاونډ قطر کې بیا سلګونه کسان راټول شول او د امریکا په کارولینا ایالت کې یې د وژل شویو مسلمانانو روح ته دوعا او له کورنیو سره یې خواخوږي وکړه.
لاریون کوونکو په امریکا کې د لسګونه زره هغو عرب محصلینو د جدي ساتنې غوښتنه هم وکړه چې، خلیج هېوادونو امریکا ته د زده کړو لپاره استولي دي.
۲۳ کلن دیح برکات، د هغه ۲۱ کلنه مېرمنه او ۱۹ کلنه ښینه یې د خپل ۴۶ کلن ګاونډي ګرایک هیکز له لوري ووژل شول، ویل کیږي چې ګرایک هیکز پر یو دین او مذهب هم باور نلري.
د وژل شویو کورنۍ وايي چې درې واړه په سر په ډزو وېشتل شوي دي، خو تراوسه پولیسو نه دي ویلي چې دغه کسان څنګه ووژل شول.
د قربانیانو کورنۍ قاتل په نفرت او کرکې تورنوي، اوس د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره هم په دغې قضیې کې ښکیله شوې او پلټنې یې پیل کړې چې د پېښې اصلي انګیزه معلومه کړي.
سیمه ییزو پولیسو په لومړي سر کې ویلي وو چې د موټرو د پارکینګ پر سر لفظي شخړه د دغې پېښې لامل شوې ده، خو د سیمې څارنوال بیا وايي چې دا یوه جلا پېښه ده.
دغه پېښه په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې هم وغندل شوه، د مصر د الازهر مفتي دا یو ډارن ترهګریز عمل یاد کړ.
همدغه راز د اسلامي همکاریو سازمان چې له ۵۷ مسلمانو هېوادونو جوړ دی وویل چې دغې پېښې وښودله چې په نړیواله کچه د مسلمانانو په اړه منفي ذهنیت او له اسلام نه د ډار ذهنیت او اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.