د سعودي عربستان دولتي مطبوعات وایي د پاچا سلمان شخصي محافظ ، تورن جنرال عبدالعزیز الفغم د شخصي جنجال له وجې ویشتل شوی او وژل شویدی.
د ښاغلي الفغم وژل کیدو په سعودي عربستان کې خلک هک پک کړي او حکومت یې هم د وژل کیدو په هکله نور جزیات ندي ورکړي.
د سعودي دولتي تلویزیون په ټویټر کې یوازې همدومره ویل شوي چې "د حرمینو شریفینو د خادم ساتونکی تورن جنرال عبدالعزیز الفغم د جدې په ښار کې د شخصي جنجال په خاطر وژل شوی."
د سعودي رسمي خبري اژانس هم په یو راپور کې ویلي چې د باچا ساتونکی د خپل یو ملګري سره د شخصي جنجال نه وروسته وژل شوی.
په دغو ډزو کې یو فلیپینی او یو بل تن هم ټپيان شویدي.
امنیتي ځواکونه وروسته د پیښې ځای ته ورغلل او ویې لیدل چې برید ګر وژل شوی او د امنیتي ځواکونو پنځه غړي هم ټپي شویدي.د سعودي عربستان حکومتي چارواکو تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.