په سعودي عربستان باندې د حوثیانو تازه بریدونه شنډ شوي- چارواکي

د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند، ترکي المالکي.
د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند، ترکي المالکي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وایي چې د حوثیانو څو توغندي یې شنډ کړي چې د سعودي عربستان په پایتخت ریاض او نورو ښارونو باندې وار شوي و.

د سعودي په مشرۍ د ئتلاف ویاند ترکي المالکي د ایکس په حساب کې لیکلي چې ائتلافي ځواکونو یو کروز او یو بالستیک توغندي شنډ کړي چې حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په لور توغولي و.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف همدارنګه ویلي چې د سعودي په جنوب کې یې هم یوه بې پیلوټه الوتکه او یو بالستیک توغندی له منځه وړي حوثیانو وار کړي و.

ایتلافي ځواکونو ویلي چې په یمن کې یې د حوثیانو د توغندیو د بسته بندۍ او پرزو جوړولو یوه کارخانه، د توغندیدو لپاره د کیمیاوي او سون موادو د تولید یوه کارخانه او یو الکترونکي ورکشاپ په نښه کړي او تبا کړي چې د بلاستیک توغندیو د برښنایي سیسټم لپاره مواد پکې بسته بندي کیدل.

حوثیانو تر اوسه نده منلې چې په سعودي عربستان یې تازه بریدونه کړي خو د سبا په نامه یوې مطبوعاتي ادارې چې مشري یې د حوثیانو سره ده، په یوه راپور کې ویلي چې سعودي عربستان د یمن په پایتخت صنعا باندې بریدونه کړي چې د دولتي نفتو یو شرکت او د دې هیواد په جنوب کې د تیلو یو ټانګ پکې په نښه شوي و.

خو ریاض تر اوسه د دې بریدونو کول ندي منلي.

XS
SM
MD
LG