سعودي عربستان ویلي دی چې په یمن کې په حوثي شیعه یاغیانو باندي د خپل عربي ائتلاف هوایي حملې بندوي، مگر په دغو یاغیانو باندي به فشار کم نه کړي.
د سعودي عربستان چارواکو له څلورو اونیو بمباریو نه وروسته د سه شنبې په ورځ وویل چې حوثي یاغیان نور د یمن ملکي وگړو یا نورو ملکونو ته چې سعودي عربستان هم په کې شامل دی، کوم گواښ نه دی.
هغوی وویل چې د ائتلاف هغه هلي ځلي به چې غواړي د یاغیانو پرمختگ بند کړي او د یمن حکومت چې نړۍ والو په رسمیت پیژندلی دی، په بشپړه توگه بیرته اعاده کړي، یوه نوي پړاو ته داخلي شي ـ چې هغه سیاسي جریان ته پام اړول او د ملکیانو سره مرسته کول دي.
مگر سعودیانو ویلي دي چې ائتلاف به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي چې حوثي ملیشې د یمن په شاوخوا کې فعالیت ونه کړای شي او دا چي هوایي حملې په هره شېبه کې بیا شروع کیدای شي.
ایران چې گمان کیږي حوثیانو ته وسلې ورکوي، د سعودي عربستان دغه اعلان د سیاسي حل په خوا « یو گام په وړاندي» بللی دی. هغه دغه راز د هغه څه چې ورته یې د بې دفاع خلکو وژل ویلي دي، د بندولو هرکلی هم کړی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې د عملیاتو تر بندېدو وروسته به د یمن ولس ته اجازه ورکړل شيچې پخپلو کې خبرې وکړي.هغه همدرانګه وویل چې دا داسې حکومت جوړیدل چې د یمن ټول خلک پکې ګډون ولري،پدې هیواد کې د ستونزې د حل یوازینۍ لار ده.
د دوشنبې په ورځ صنعا ته نژدې د یاغیانو په یوه وسله تون باندي د سعودي عربستان په هوایي حمله کې لږتر لږه ٣٨ کسه وژل شوي او څو کورونه تباه شوي دي.
سره لدې چې سعودي عربستان ویلي دي په یمن کې به د ایتلافي ځواکونو د عملیاتو بڼه بدله شي او حوثي یاغیان به دیته پرې نښودل شي چې د یمن په شاوخوا کې وګرځي خو په واشنګټن کې د یمن د حکومت محمد الباشا بیا په ټویټر کې لیکلي " که ریښتیا ووایم، زه نه پوهیږم چې څه روان دي."
په عین حال کې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي دي چې " په یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ځیني بریدونه ګټور و او دا چې مونږ به حالات د نږدې نه څارو " امریکایي چارواکو هم د عملیاتو د بندیدو هر کلی کړی.
له بلی خوا د امریکا د ( یو ایس ایس تیودور روزویلټ) د سمندري قواو کښتۍ پرون د سه شنبې په ورځ د یمن د عدن د خلیج په خوا روانه شوې ده. دغه الوتکي وړونکې کښتۍ به د امریکا د نورو جنگي کښتیو سره یوځای شی چې د دې تضمین وکړي چې د خلیج د کښتیو چلولو مهمي لاري بندی نه شي.
امریکایي چارواکي له دې نه انکار کوي چې د دغو کښتیو هدف دادی چې هغه ایراني کښتۍ چې گمان کیږي حوثي یاغیانو ته وسلې رسوي را وگرځوي.